لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زابل کې د طالبانو په برید کې د کمانډر په ګډون 10 افغان عسکر وژل شوي


واشنګټن ـــ د افغانستان په جنوبي ولایت زابل کې وسلوالو د افغان ځواکونو پر یوه مرکز برید کړی چې د چارواکو په وینا ګڼ شمېر افغان عسکرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

طلوع نیوز د ځینو سرچینو په وینا وایي چې دا پېښه بېګا شپه د زابل د شاجوی ولسوالۍ په هولان سیمه کې شوې چې وایي وسلوالو لومړی د پوځ پر مرکز د موټر بم چاودنه وکړه او وروسته یې له افغان عسکرو سره جګړه پیل کړه.

د زابل د ولایتي شورا مشر عطا جان حق بیان ویلي "لږ تر لږه 10 امنیتي عسکر د هغوی د قومندان محمد رضا خان په ګډون په برید کې وژل شوي دي".

افغان چارواکو دا پېښه تایید کړې ده خو په پېښه کې یې یواځې د یو عسکر د وژل کېدو او درو نورو د ټپي کېدو خبر تایید کړی دی.

عطا جان حق بیان ویلي دا په دې سیمه کې د افغان ځواکونو یواځینی پوځي مرکز دی چې وایي شاوخوا دوه سوه افغان عسکر پکې دېره دي.

د پېښې ذمه واري وسلوالو طالبانو پر غاړه اخیستې ده. د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي پر ټویټر دعوه کړې چې د افغان عسکر دا مرکز یې نیولی او دوه عسکر یې ژوندي نیولي دي.

قاري یوسف احمدي د وژل شویو عسکرو شمېر نه دی یاد کړی خو دعوه کوي چې ګڼ شمېر عسکر د دوی وسلوالو وژلي دي.

طالبانو په داسې وخت کې د افغان ځواکونو پر دې مرکز برید کړی چې امریکا پرون اعلان کړی خپل ځواکونه به د روان کال د ستمبر تر یوولسمې نېټې له افغانستانه وباسي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG