لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور پولیسو د "عورت مارچ" جوړوونکو په ضد د مذهب د سپکاوي مقدمه درج کړې


پېښور ـــ د پېښور پوليسو د سېشن جج په امر د "عورت مارچ" انتظام کوونکو او ګډونوالو په ضد د مذهب د سپکاوي په تور مقدمه درج کړې خو د ښځو د حقونو مبارزې وایي د هغو پوسټرونو د حقیقت په اړه دې قانوني پلټنه وشي چې په بنیاد یې دغه مقدمه درج شوې.

پوليس وايي په دغه ايف ای آر کې يې د پاکستان پېنل کوډ دفعه 295 A او C لګولې چې د مذهب د سپکاوي په اړه ده او د جرم ثابتېدو په صورت ملزم ته د عمرقید، مرګ، جرمانه يا درې واړه سزاګانې ورکول کېدی شي.

په پېښور کې د ښځو د حقونو لپاره د کارکوونکي تنظیم عورت فاونډېشن مشرې صایمه میر د وي او اې ډیوه خبریال عبدالرزاق ته ویلي، "عورت مارچ" له کامیابۍ سره مخ دی او ځینې خلک دا کامیابي نه شي لیدای ځکه یې په ضد عدالتونو ته ځي:

"پکار دا دی دا خبره هایکورټ یا سپریم کورټ ته لاړه شي چې اخر دا کوم پوسټرونه وو او د دې ثبوت څه وو، پکار دا دی د هغو ټولو پوسټرونو او تصویرونو قانوني ټیسټ وشي چې آیا دا په عورت مارچ کې استعمال شوي دي؟".

د پېښور هایکورټ پينځو وکيلانو لخوا درج شوي ايف ای آر کې ليکل شوي، د عورت مارچ انتظام کوونکو په مشرۍ کې داسې پوسټرونه ليکل شوې چې هغه غېر اسلامي او فحش وو، د دوی زړونه ورسره ازار شوي او دغه مواد دوی د پېښور کچارۍ په احاطه کې ليدلي وو.

عورت مارچ د ښځو نړيوالې ورځې په مناسبت په اتم مارچ د ملک په بېلابېلو برخو کې شوی وو چې پکې ښځې او سړي راوتلي او ښځو ته حقونو ورکولو د پاره يې نعرې وهلې او بينرې يې اوچتې کړې وې، خو د عورت مارچ لويې غونډې په اسلام اباد، لاهور او کراچۍ کې شوې وې.

د ښځو حقونو د پاره کارکوونکې وايي پېښور کې کوم داسې مارچ نه وو شوی. په پېښور کې د عورت فاونډېشن کارکوونکې شبينه اياز وايي د بشري حقونو کارکوونکي د وړاندې نه ګڼ شمېر چېلنجونو سره مخ دي خو اوس د ښځو حقونو د پاره اواز اوچتولو باندې د توهين مذهب مقدمه درج کولو سره د بشري حقونو کارکوونکي لا نور انديښمن شوي دي:

"شل کاله وړاندې چې مونږ دا مبازره پېل کړه نو هم بنديزونه وو خو اوس خبره بل پلو ته روانه ده تاسو ګورئ نن سبا خبره توهين مذهب ته لاړه، مونږ ټول مسلمانان يو خو په دې وخت کې د بشري حقونو کارکوونکي د ډېر فشار سره مخ دي".

د پېښور هایکورټ وکيلانو د مارچ په مياشت کې د کېنټ تاڼه کې د مارچ انتظام کوونکو او ګډونوالو په ضد د ايف ای آر خواست کړی وو خو ايف ای آر نه وو درج او وکيلانو عدالت ته خواست کړی وو چې پوليس دې ايف ای آر درج کړي، تېره ورځ سيشن کورټ پوليسو ته امر وکړو او نن پوليس ايف ای آر درج کړو.

په عورت مارچ باندې په هغه ورځ هم په حق او مخالفت کې بېلا بېل نظرونه وړاندې کېدل، په سوات کې د ښځو حقونو د پاره کارکوونکې تبسم عدنان وايي په دې سيمه کې ښځو ته ډېرې بنيادي مسلې ورپېښې دي او د هغو مسلو ذکر د عورت مارچ په غونډو کې په نظر نه راتلو:

"دلته ښځې ځپل کيږي، په سورو کې ورکول کيږي، په جرګو او پنچایت کې وژل کيږي نو د عورت مارچ واله که پرې خبره کوي او اواز پورته کوي مونږ يې ملګري يو".

تېره مياشت د پېښور عدالت پس په کراچۍ کې هم عدالت پوليسو ته امر کړې وو چې د عورت مارچ انتظام کوونکو او ګډونوالو په ضد ايف مقدمه درج کړي.

د عورت مارچ انتظام کوونکو ميډيا ته ويلي د دوی په ضد لګېدونکي الزامونه بې بنياده دي او دوی هيڅ قسمه داسې نعرې په پوسټرو نه دي ليکلې چې ورسره د مذهب سپکاوی کيږي. دوی غوښتنه کړې وه چې حکومتي چارواکي دې دې مسلې ته پاملرنه وکړي او د جعلي عکسونو او ويډيوګانو خوروونکو په ضد دې کاروایي وکړي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG