لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

حکمتیار: طالبان که ځان په حقه ګڼي د سولې له خبرو دې نه وېرېږي


واشنګټن ـــ د امریکې او نېټو ځواکونو له خوا له افغانستانه د خپلو پوځونو د ایستلو تر اعلان وروسته په قطر کې د طالبانو او افغان حکومت د مذاکراتي ډلو ناستې هم بندې شوې دي.

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو اعلان ته په غبرګون کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم څو ورځې وړاندې رسنیو ته ویلي وو، چې تر څو ټول بهرني پوځیان ونه وځي دوی به په هیڅ داسې کانفرنس کې ګډون ونه کړي چې د افغانستان په اړه پکې پرېکړه کېږي.

خو اوس داسې ښکاري چې طالبانو په قطر کې د سولې لپاره بین الافغاني خبرې هم بندې کړې دي. د افغان حکومت د مذاکراتي ډلې غړی حفیظ منصور وایي له طالبانو سره یې ناستې نه کېږي. ښاغلي منصور ازادي رېډیو ته ویلي:

"دا مهال زموږ د پلاوي او طالبانو ترمنځ کومې خبرې نه کېږي، څه موده کېږي چې زموږ تر منځ خبرې پرې شوې دي."

طالبانو په دې اړه پر خپلو ټویټر اکاونټونو او ویبپاڼه په رسمي توګه څه نه دي ویلي، خو ځینې رسنۍ وایي طالبانو دا خبره تایید کړې ده او ویلي یې دي چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو تر اعلان وروسته به اوس پر خپلو ټولو چارو له سره غور کوي.

بل لور ته د افغانستان د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د خالي- شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته په وینا کې پر طالبانو ږغ کړی، چې که سوله غواړي او یا جګړه روانه ساتي په دواړو حالتونو کې دې د سولې بین الافغاني خبرې نه بندوي:

"امریکایانو سره چې څه کوئ خوښه مو ده خو له افغانانو سره باید له مذاکراتو مقاطعه [بایکاټ] ونه کړئ، د دې لپاره هیڅ توجیه او دلیل نه شته، دا نه یواځې ستاسې په ګټه نه ده بلکې د ټولې نړۍ او افغان ولس د ذهنیت په مقابل کې تاسې دروي".

ټاکل شوې چې د اپرېل پر څلرویشتمه د افغان سولې په اړه د ملګرو ملتونو په مرسته په ترکي کې یو نړیوال کانفرنس وشي، چې د امریکې او افغانستان په ګډون به د نورو ګڼو هېوادونو استازي هم پکې ګډون کوي.

خو طالبان به- د دوی د وروستي اعلان په اساس- په دې کانفرنس کې ګډون ونه کړي. ګلبدین حکمتیار ټینګار وکړ چې دا کانفرنس باید پر ټاکلې نېټه وشي او له طالبانو یې وغوښتل چې ضرور باید ګډون پکې وکړي:

"څوک چې ځان په حقه ګڼي د خپلې موضوع او موقف لپاره قوي دلایل لري، هغه له هیچا سره له مذاکراتو او خبرو وېره نه لري، په دې [د ترکي] ناسته کې شرکت وکړئ، مقابل لوري او نړیوالو ته خپل دلایل وړاندې کړئ، دا ستاسو لپاره یو فرصت دی ولې باید له دې فرصته ګټه وا نه خلئ".

په افغانستان کې د یورپي اتحاد او ملګرو ملتونو پخوانی سلاکار مایکل سېمپل وایي، طالبان چې د سولې په خبرو کې دلچسپي نه اخلي له دې داسې ښکاري چې دوی جګړې ته د دوام ورکولو پلان لري.

که څه هم طالبان وایي امریکا او نېټو د دوحې له تړونه سرغړونه کړې او خپل ځواکونه پر ټاکلې نېټه د مې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه نه باسي، خو د افغان او امریکایي چارواکو په وینا طالبان باید د دوحې د تړون په اساس د سولې خبرې روانې وساتي.

افغان چارواکو له تېرو څو میاشتو راهیسې تور پورې کاوه چې طالبان د سولې له خبرو سره لېوالتیا نه لري او د خبرو د ځنډ سبب جوړېږي، خو طالبان بیا غوښتنه کوي چې د دوی پاته بندیان دې هم خوشي کړل شي او د مشرانو نومونه دې یې له تور فهرسته وایستل شي.

XS
SM
MD
LG