لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا په روس د سایبر جرمونو په بندیز کې پاکستاني کسان او کمپنۍ هم شاملې کړې


پېښور ـــ د روس په مبينه سایبر جرمونو کې د لاس لرلو له امله د امريکې د صدر جوبایډن له خوا له بندیز سره مخ کېدونکو 32 کمپنیو او کسانو کې 10 تنه د پاکستان د لاهور او کراچۍ ښارونو ښودل شوي دي.

د جمعې په ورځ د امريکې د خزانې محکمې په يو بيان کې دغه کمپنۍ او کسان په نخښه کړي چې پکې پاکستاني وګړي هم شامل دي.

په پاکستان کې څېړونکي او کارپوهان وايي، د کراچۍ او لاهور په کمپنیو او وګړو بندېز لګولو سره د باهر ملکونو له خوا په پاکستان کې کېدونکې ډيجيټل سرمايه کاري د زيان سره مخ کېدای شي.

په اسلام اباد کې مېشت د انټرنټ صارفينو د حقونو دپاره کار کوونکي هارون بلوچ پاکستان باید د سایبر جرمونو او هېکنګ پر ضد قوانینو د عملي کولو د پاره سم بندوبست وکړي.

هارون بلوچ وي او اې ډيوه ته وويل چې پاکستان بايد په سفارتي کچه د امريکې له خوا په افرادو او کمپنیو د لګول شوې پابندو مسلې حل کولو د پاره ګامونه پورته کړي:

"امريکې نه چې کوم نېغ په نېغه پاکستان کې سرمايه کاري کېږي د هغې بچ کولو د پاره مونږه ته متحرک کېدل پکار دي او په امريکا کې چې زمونږه کوم قونصلرز دي هغوی چمتو کول پکار دي چې په سفارتي کچه دا خبره هواره کړي، په پاکستان کې دننه هم که څوک بهرنیو شبکو سره په ګډه د پاکستان ډيجيټل معشيت ته زيان رسوي نو کتل پکار دي چې څنګه مونږه هغه قوانين د داسې خلکو خلاف د ملک دننه فعاله کولای شو".

د پېښور انجينېرنګ پوهنتون د کمپيوټر ساینس څانګې اېسوسي اېټ پروفېسر ناصر احمد وي او اې ډيوه ته وويل، پاکستان د نړۍ په هغو ملکونو کې شامل دی چې د امريکې او يورپي ملکونو سره په انفارمېشن ټېکنالوجي برخه کې کار کوي خو وایي د امريکې له خوا په دغو کمپنیو له بنديزونو لګولو سره به د پاکستان په انفارمېشن ټېکنالوجۍ ادارو د پرمختللو ملکونو اعتماد نور هم کم شي:

"که دوی ملوث وي نو چې کوم بندېز پرې لګي اثرات به يې نورو کمپنو، تنانو، ډيجيټل اقتصاد او معلوماتي ټېکنالوجۍ ته رسي او د هغې وجه دا ده چې کوم ترقي پزير يا غريب ملکونه دي په هغوی باندې هسې هم د ترقي يافته ملکونو اعتماد ډېر کم وي او چې بيا داسې قسمه خبرې مخې ته راشي نو هغه بې اعتمادي نوره هم سېوا کړي".

د ډان اخبار د يو رپورټ تر مخه د زيارت- پنجشنبې په ورځ صدر جوبایډن د روس 10 سفارتکار د ملکه ويستي او د 2020م کال په صدارتي ټاکنو کې مداخلت او د امريکې وفاقي ايجنسيانو د سایبر هېکنګ يا د انټرنټ د لارې معلوماتو پټولو په جواب کې نزدې درې درجنه خلکو او کمپنیو باندې پابندي لګولې ده.

د مطبوعاتو ترمخه په روسيه باندي الزام دی چې د امريکې د خفيه مالوماتو جمع کولو د پاره يې پینځه مياشتې وړاندې د سولز ونډز نومي سایبر يا انټرټي حملو کې کم از کم د نهو وفاقي ايجنسیو نیټورکس هېک کړي وو.

په روس باندې د 2016م کال په څېر 2020م کال په صدارتي ټاکنو کې مبينه طور اثر انداز کېدو او د ډونلډ ټرمپ د مرستې د پاره د غلطو مالوماتو په اساس د مهم چلولو الزام هم لګولی شوی دی، خو روس دغه ټول تورونه رد کړي او امريکې ته يې د جواب ورکولو اراده کړې ده.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG