لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فواد چودري: پر تحریک لبیک مو د کوم نړیوال طاقت په غوښتنه بندیز نه دی لګولی


واشنګټن ـــ د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چودري ویلي چې د حکومت عملداري چیلنج کېدی نه شي او د ناقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک لبیک پاکستان له خوا پہ ګرد ھېواد کې د دوی د مشر سعد رضوي د نیولو پہ ترڅ کې د مظاهرو وروسته حالات پہ معمول باندې راغلي دي.

د وفاقي وزیر پہ وینا چې د تحریک لبیک پاکستان ناقانونه ډلہ ګرځول یې د څہ نړیوال طاقت یا ھیواد پہ غوښتنہ نہ بلکې پخپلہ اخیستی دی.

په راولپنډۍ کې د خبریالانو سرہ د خبرو پہ مھال وفاقي وزیر ویلي چې "د تحریک لبیک د شرخوښو پر ضد بہ د ترھګرۍ ضد قانون د لاندې مقدمې چلیږي" او وایي چاتہ بہ ھم د داسې شر اجازہ ور نه کړي چې ترېنہ ھېواد کمزوری شي او نړیوال حیثیت یې اغېزمن شي.

وفاقي وزیر دا خبرې پہ ځایي روغتون کې د هغه پولیس والو د تپوس کولو وروسته کړې چې د تحریک لبیک له را پارېدلو احتجاج کوونکو سرہ پہ نښتو کې ټپي شوی وو.

د تحریک لبیک له خوا د دوی د مشر سعد رضوي د نیولو وروسته پہ ګرد ھیواد کې د تشدد نہ ډکو مظاہرو کې د څلورو پولیس والو د وژنو سرہ پہ سوونو پولیس والا ټپیان شوی وو او ګڼشمېر سرکاري او شخصي ودانیو او موټرو تہ زیانونہ اوښتي وو.

پولیسو وروسته د رېنجر ځواک پہ مرسته دغه مظارچیان قابو کړي‌ وو او ګڼشمېر کسان یې ګرفتارہ کړل، وروسته مرکزي کابینې پہ مذہبي ډلې بندیز ولګولو او ناقانونه یې اعلان کړه.

وفاقي وزیر پہ دې موقع وویل د داسې شر اجازه به هیچاته ور نه کړي چې ترې ھیواد کمزوری کیږي او نړیوال حیثیت یې کمزوری کیږي. فواد چودری وویل په جمہوریت کې بېلابېل فکرونه ضرور وي خو دا رقم ګامونہ پورتہ کولو سرہ حکومت بلیک مېل کېدی نه شي.

د یو سوال پہ ځواب کې فواد چودري وویل چې تحریک لبیک اوس یوہ غیر قانونہ ګرځولل شوې ډلہ دہ او دوی سرہ د شوې لوظنامې ھیڅ قانوني حیثیت نہ لري.

د اطلاعاتو مرکزي وزیر پہ دې موقع وویل چې حکومت بہ د مسلم لیګ ن ډلې یو مشر رانا ثنا اللہ پرضد ھم سرکاري چاواکو تہ د دړکو ورکولو پہ جرم د ترھګرۍ ضد مقدمہ درج کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG