لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې په کرونا وایرس نور137 کسان مړه شوي


سرکاري شمیرې ښایي چې پاکستان کې دتیر یو شواروز په مهال 137 کسان په کرونا وایرس مړه شوي اؤ 5445 نور تنان هم په دې وایرس اخته شوي دي.

پاکستان کې په کرونا دقابو موندنې دچارو دولتي ادارې این سي او سي د نهې په ورځ خپلو تازه شمیرو کې څرګنده کړې چې تر دې مهاله پاکستان کې په کرونا وایرس د مړو شوؤ کسانو شمیره 16453 ته رسېدلې ده اؤ ګرد هیواد کې 7لکه اؤ 66882 کسانو ته دا وایرس ورپورې شوی .

په کرونا وایرس داخته شوؤ کسانو دجملې څخه نور بېرته روغ شوي اؤ دامهال 83298 کسان په دې وایرس اخته دي.

دحکومت اؤ ډاکټرانو وینا ده چې پاکستان کې د کرونا دریمه څپه زیاته په چټکتیا سره خوریږي اؤ تېره ورځ د این سي او سي مشر اؤ دپلان جوړونې مرکزي وزیر اسدعمر مطبوعاتو ته ویلي وؤ چې په کرونا اخته تر څلورو زرو زیات داسې دي چې روغتیایي وضعه یې داندېښنې وړ ده.

د دولتي شمیرو له مخې په خیبر پښتونخوا صوبه کې تر اوسه 107309 کسانو ته دا وایرس ورپورې شوی اؤ 2920 تنان پرې مړه شوي دي.

پاکستان کې دا مهال دشپیتوؤ کالو عمر لرونکو کسانو ته د ویکسین ورکولو عمل دوامداره اؤ په وړومبي پړاؤ کې هغو روغتیا پالانو اؤ ډاکټرانو ته د کرونا ضد ویکسین لګول شوي څوک چې ددې وباء په ضد په وړومبي کتار کې مبارزه کوي.

په خیبر پښتونخوا کې تر اوسه 61 ډاکټران هم په دې وایرس مړه شوي اؤ تیره ورځ دصوبې دترټولو ستر لیډي ریډنګ هسپتال پخوانی ډی ایم ایس ډاکټر خیر محمد برکي هم په دې وایرس له اخته کیدو وروسته مړ شوی دی.

هغه دتیرو څو ورځو نه په کرونا وایرس اخته شوی اؤ دپېښور یو شخصي روغتون کې بستر ؤ خو دګل اؤ نهې په منځ شپه کې په حق رسیدلی دی.

دپاکستان په سندهـ صوبه کې 273466 کسان په دې وایرس اخته شوي اؤ 4556 تنان تر اوسه دغلته په یاد وایرس مړه شوي هم دي.

پنجاب کې په کرونا د اخته شوؤ ناروغانو شمیره 273566 ښودل شوې اؤ په دغه صوبه کې هم په دې وایرس 7561 کسان مړه شوي دي.

بلوچستان کې په کرونا داخته مریضانو شمیره 21000 ده اؤ 225 کسان پرې مړه شوي هم دي.

اسلام اباد کې تر اوسه 70609 کسانو ته یاد وایرس ورپورې شوی اؤ 645 پرې مړه شوي دي.

دپاکستان د واک لاندې کشمیر کې تر اوسه 15741 پېښې ثبت شوي اؤ دغلته دمړینو شمیره 442 ده.

همداشان په ګللګت بلتستان کې 5191 کسانو ته دا وایرس ورپورې شوی اؤ 104 پرې مړه شوي دي

Recommended

XS
SM
MD
LG