لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ای ایم ایف: پاکستان کې د مجموعي آمدن په سر صرف 10 فیصدہ ټیکس په نړۍ کې تر ټولو کم دی


اسلام اباد ـــ نړیوالې مالیاتي ادارې ای ایم ایف یو ځل بیا پہ پاکستان ټینګار کړی چې د ټیکس او توانایي په څانګو کې اصلاحات دې عملي کړي چې دغہ رنګ مخ پہ زیاتېدونکو قرضو کې یې کمی راشي او د توانایي څانګہ یې ھم پخپلو پښو ودرېږي.

د پاکستان د پارہ د ای ایم ایف استازې ټیرېسا شانزې "د پاکستان اقتصاد مستقبل او ای ایم ایف پروګرام" پہ عنوان جوړې آنلاین غونډې تہ پخپلہ وینا کې ویلي چې پاکستان دې له ای ایم ایف سرہ د شوو لوظنامو لاندې د کورونا د روانې درېیمې څپې باوجود خپل د ټیکس او توانایي څانګو اصلاحات جاري وساتي او د بجلۍ د انتظام ادارې نېپرا او سټېټ بېنک آف پاکستان په قوانینو کې دې بدلون راولي.

د دې وینا وہ چې د توانایي په څانګہ کې سنجیدہ ستونځہ دہ او دلتہ د مالیاتي استحکام کمی اقتصاد اغېزمن کولای شي.

ټیریسا شانزې د پاکستان ګردشي قرضې- کومې چې بہ د کال 2023م پورې 23 کربہ روپو تہ ورسېږي- راکمولو باندې ھم ټینګار وکړو او د توانایي په څانګہ کې اصلاحات راوستلو او دې کې ورکړی شوي رعایتونو ختمولو باندې یې ھم ټینګار وکړو.

خو څېړونکي وایي چې د پاکستان له خوا د ای ایم ایف نہ تر دې وختہ پورې اخیستل شوي 22 پروګرامونہ ځکہ نہ دي کامیابہ شوي ولې چې مونږہ دا عملي نه کړلی شول او بنیادي اصلاحات را نه وستل شول.

او دا ځل بہ ھم اصلاحات ونه شي او د ټیکس او بجلۍ معاملې بہ ھم دغہ رنګ روانې وي.

د ګردشي قرضو د منصوبې د لاندې پاکستان بہ په راتلونکو شپږو میاشتو کې د بجلۍ په یو یونټ بیہ کې 5.65 روپۍ زیاتوالی راول.

خو پہ اقتصادي چارو نظر لرونکی سینېر جرنلسټ مہتاب حیدر وایي "د بجلۍ په بیو کې زیاتوالی د مسئلې حل نہ دی، له دې ګام سرہ غلا نورہ سېوا شي او اصل کار دا دی چې نیپرا کې دې پراخ اصلاحات راوستل شي".

مېرمن شانزې وایي پاکستان ته پکار ده چې مالیاتي تګلارہ پایدارہ جوړه کړي او خبرداری یې ورکړو کہ داسې ونه شول نو دې سرہ بہ پاکستان له سختو مالیاتي ستونځو سرہ مخامخ شي.

ھم دغہ رنګ د ای ایم ایف ځایي مشرې د پاکستان د ټیکس په نظام کې ھم د اصلاحاتو غږ وکړو او وې ویل چې دلتہ د کل مجموعي آمدن یا جي ډي پي صرف 10 فیصدہ خلکو ټیکس راغونډېږی کوم بہ چې د 22 کروړہ ابادۍ ھیواد چلولو د پارہ ډېر مشکل شي.

خو اقتصاد پوھہ ډاکټر شاہد حسن صدیقي وایي، ای ایم ایف د قرض له ورکولو سرہ شرطونہ ضرور لګوي خو وایي پاکستان په دغو شرطونو باندې کله ھم عمل نہ دی کړی:

"پاکستان تر اوسہ ای ایم ایف سرہ 22 پروګرامونہ کړي دي خو کامیابه ځکہ نه شول چې عملي نہ شول او بل دا چې ای ایم ایف ھم اکثر سختي نہ کوي".

صدیقي زیاتہ کړہ چې اوس بہ ھم د ګردشي قرضې کمولو او د ټیکس په نظام کې د اصلاحاتو راوستلو د پارہ وخت ورکړي او معاملې بہ ھم دغہ رنګ روانې وي.

مېرمن شانزې پہ دې موقع وویل کہ پاکستان موجودہ تګلارہ عملي کړہ نو د اقتصادي پرمختګ څلور فیصدي کچې تہ واپس راتلی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG