لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دافغان سولې په موضوع دترکي غونډه وځنډول شوه


ترکي کې درې ورځې وروسته دافغانستان دسولې اؤ امنیت په موضوع راجوړیدونکې غونډه وځنډول شوه اؤ ترکي اعلان کړی چې اوس به دا غونډه د وړوکي اختر نه وروسته راجوړیږي.

د ترکي دبهرنیو چارو وزارت ویلي ددې غونډې دځنډولو په اړوند یې دامریکې،قطر اؤ ملتونو سره صلاح اؤ مشورې کړي اؤ ټولو په ګډه پرېکړه کړي چې دکوچني اختر نه وروسته به دغه غونډه راجوړه شي.

په ټوئټر خپور شوي دترکي دبهرنیو چارو د وزارت بیان کې ددې غونډې دځنډیدو علت نه دی روښانه کړل شوی خو طالبانو دغه غونډه کې دګډون نه انکار کړی ؤ اؤ ویلي یې وؤ ترڅو چې بهرني ځواکونه په بشپړ ډول له افغانستانه نه وي وتلي هغوئ به په یوه غونډه کې هم برخه نه اخلي.

ټاکل شوې وه چې په څلېریشتمه فرورۍ دملګرو ملتونو دسیوري لاندې راجوړیدونکې دې غونډه کې به دافغان دولت،امریکا،قطر اؤ پاکستان استازي هم برخه اخلي اؤ افغان دولت ویلي وؤ چې دغه غونډې دپاره یې خپلې تیارۍ هم سرته رسولي دي.

اسلام اباد کې میشت په افغان چارو ژور نظر لرونکی خبریال طاهرخان وایي هرڅو که تر اوسه یوې غاړې هم ددې غونډې دځنډیدو علت نه دی ښودلی خو اساسي علت یې هم دادی چې طالبانو تر اوسه په غوڅه توګه ددغه غونډې راجوړونکو ته ځواب نه ؤ ویلی چې ایا هغوئ دغه غونډه کې ګډون کوي اؤ که نه؟

وي او ای ډیوه سره خبرو کې ښاغلي ظاهر خان ویلي” زما دا معلومات دي چې تر تیر ماښام ترکي انتظار کولو اؤ که طالبان د سه شنبې تر ماښامه دغې غونډې ته ورتلل نو بیا ممکن وه چې دا غونډه شوې وه، خو طالبانو هیڅ ځواب ورنکړو”

هغه وویل دا غونډه په اصل کې دطالبانو اؤ افغان دولت په منځ کې کیده اؤ هرکله چې په دغو دواړو فریقینو کې یو فریق نه ورتلو نو بیا غونډه نه شوه کیدای.

خبریال طاهر خان وایي طالبان دترکي دغونډې په اړوند زیات خوشبین اؤ خوشحاله نه وؤ اؤ په دې نظر وؤ چې دا غونډه د وخت ضائع کولو په معنا ده.

هغه وایي “قطر کې د وړاندې نه بین الافغاني خبرې روانې دي چې هغې کې به افغانان پخپل منځ کې دافغانستان د راتلونکي،اوربند اؤ نورو مهمو چارو په اړوند پرېکړه کوي اؤ په داسې حالات کې فکر کووم طالبانو نه غوښتل چې یوه بله پروسه دې هم پیل شي “

طاهر خان وایي “خو بیا هم په طالبانو کې یو سوچ ؤ چې دې غونډې ته تلل پکار دي ،ځکه چې که نه ځو نو افغان حکومت اؤ نورو خلکو ته به هم یو دلیل په لاس ورځي چې طالبان دسولې پروسه کې سنجیده نه دي”

خبریال طاهر خان وایي امریکا ځکه غوښتل چې داغونډه دې په ترکي کې راجوړه شي چې ترکي په اسلامي نړۍ کې یو اهم رول لري اؤ دا غونډه دنورو غونډو نه زیاته مهمه اؤ مختلفه په دې وه چې یو خو به یې لس ورځې دوام کولو اؤ بل ورته امریکا،افغان دولت،دمصالحې ملي شورا اؤ حتی پاکستان خپل،خپل وړاندیزونه اؤ تګلارې تیارې کړې وې.

خبریال طاهر خان وایي خلکو دا غونډه دبون دویمه برخه هم بلله اؤ معنا یې دا وه چې دافغانستان د راتلونکي په اړه پکې پرېکړې کیدونکې وې یا پکې بنسټ اېښودل کیدو نو ځکه دنړۍ،امریکا،ملګرو ملتونو اؤ دسیمې هیوادونو دپاره یې یو مهم ارزښت لرلو خو طالبان پرې خوشحاله نه وؤ نو ځکه وځنډیدله.

کله چې ډیوه دخبریال طاهر خان نه وپوښتل ولې طالبان په دې غونډه خوشحاله نه وؤ؟ نو هغه وویل دطالبانو ویاند په دې وروستیو کې اعلان کړی ؤ چې ترڅو افغانستان نه په بشپړ ډول خارجي عسکر وتلي نه وي هغوئ به نور دسولې په اړوند کېدونکو خبرو کې برخه نه اخلي اؤ بیا چې کله جوبائیډن دخپلو پوځیان افغانستان کې دایسارؤلو اعلان وکړو نو هغې دطالبانو غصه نوره هم راوپارؤله.

طاهر خان وایي که طالبان د جوبائیډن داعلان نه وروسته دترکي غونده کې شریکیدل نو خپل وړاندینی اعلان اؤ حیثیت یې دپوښتنې لاندې راتلو ځکه هغوئ دغه غونډه کې ګډون نه کولو ته زیات مائله وؤ

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG