لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوټه:‌ سرینا هوټل کې چاودنې 4 وژلي او 12 ټپیان. پاکستاني طالبانو یې ذمه واري منلې


کوټه ـــ د بلوچستان په مرکزي ښار کوټه کې په ډېره حساسه سیمه کې په مشھور سرینا هوټل کې دننه چاودنه شوې چې تر اوسه پورې پکې د 4 تنو د وژل کېدو او 12 د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی. د چاودنې ذمه واري پاکستاني طالبانو منلې ده.

د بلوچستان وزیراعلی جام کمال چاودنه په کلکه غندلې او امنیتي ادارو ته یې د پلټنې امر کړی دی. جام کمال دا د "ترهګرۍ" پېښه ګڼلې او وایي هیچاته به د بلوچستان د حالاتو د خرابولو اجازه ور نه کړي.

د کوټې د سول روغتون د ویاند وسیم بېګ په خبرہ څورلس تنه ټپیان یې سول روغتون ته وروړي دي، چې په هغوی کې د دوو تنو حالت له خطر سرہ مخ وو او یوه تن په روغتون کې ساه ورکړه.

وسیم بېګ رسنیو ته په لېږلي خبر کې لیکلي چې په روغتون کې بيړنی حالت اعلان شوی، ټول ډاکټران او د روغتون کارکوونکي د ټپیانو د درملنې لپاره حاضر شوي دي.

د پولیسو په خبرہ چاودنه د سرینا ھوټل د موټرو په تمځای یا کار پارکنګ کې شوې ده. د مرستندویو ادارو ټیمونه، پولیس او نورو امنیتي دارو غړي په ګڼ شمېر د پېښې ځای ته رسېدلي دي.

د کوټې په سرکاري سېول روغتون کې د پولیسو مرستیال سرجن سید عطاوالله شاه وایي، په وژل شویو کسانو کې یو پولیس او یو بل امنیتي کس شامل دی. وایي په ټپیانو کې هم دوه اسسټنټ کمیشنران دي.

یاد ھوټل د کوټې پر زرغون روډ په حساسه سیمه (رېډ زون) کې دی. د ھوټل څنګ ته پر حالي روډ د ایران کونسلګري، مخامخ د بلوچستان ھايکورټ او د ایالتي اسمبلۍ ودانۍ دہ.

د چاودنې ذمه واري تحریکِ طالبان پاکستان منلې ده. محمد خراساني چې ځان د دې ډلې ویاند ګڼي، رسنیو ته په لېږلي پیغام کې دا ځانمرګی برید بللی او وایي چې د دوی یو تن د موټر په وسیله کړې ده.

ناتاييد شوي رپوټونه وایي یو چينايي پلاوی ھم په یاد هوټل کې دی. په پاکستان کې د چین سفیر نونګ رونګ نن په کوټه کې د بلوچستان له وزیراعلی جام کمال او د ایالتي اسمبلی له غړ‎و سرہ ھم ملاقاتونه کړ‎ي دي.

تر اوسه پورې حکومتي چارواکي په سرینا ھوټل کې د چینایي پلاوي د استوګنې په اړ‎ہ څه نه دي ویلي.

د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان هم د دې چاودنې غندنه کړې او ویلي یې دي دا پېښه څرګندوي چې په هېواد کې ترهګر بیا په تېزۍ سره د بیرته فعاله کېدو هڅې کوي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG