لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

روسي ولسمشر لوېدیځ ته خبرداری ورکړی تر سره کرښه دې نه تېریږي


واشنګټن ـــ د روس ولسمشر ولادیمیر پوټین د خپل هېواد بهرنیو مخالفینو ته خبرداری ورکړی چې دوی دې نه پاروي او نه دې یې زور ازمېیي ګنې وایي د روس له "بې اندازې، توند او سخت" غبرګون سره به مخ شي.

ښاغلي پوټین د شورو- چارشنبې په ورځ د روس اعلی چارواکو او د دې هېواد ګډو پارلمانونو ته په خپله کالنۍ وینا کې وویل، هېواد یې له نورو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.

روسي ولسمشر د همېشنۍ نړیوالې ارامۍ باور ورکړ او نورو هېوادونو ته بلنه ورکړه چې له سټرېټیجیکو وسلو سره پر تړلیو مسایلو ورسره خبرې وکړي.

ولادیمیر پوټین وړاندې وویل، په یو شمېر هېوادونو کې اوس دا دود ګرزېدلی چې "د هر شي تور په روس پورې کوي، لکه دا چې یو ډول لوبه وي". وایي روس زغم کړی او د دې دښمنۍ او ناوړه چلند جواب یې نه دی ویلی.

روسي صدر وویل که څوک د روس ښې ارادې د دوی د بې غورۍ او کمزورۍ په معنا ګڼي او نیت یې کړی چې تر منځ پراته پلونه وسوځوي او له منځه یې یوسي، نو وایي "هغوی باید پوه شي چې د روس جواب به بېساری، توند او سخت وي".

ښاغلي پوټین وویل "زه هیله من یم هیڅوک به هم له روسه سره تر سرې کرښې نه تېرېږي او دا کرښه به چېرې وي، په هره ځانګړې معامله کې به دا پرېکړه موږ پخپله کوو".

د روس ولسمشر خپلو لوېدیځو مخالفینو ته په داسې وخت کې توندې خبرې کړې دي چې تېره اوونۍ امریکې پر دې هېواد له دې کبله نوي اقتصادي او سفارتي بندیزونه ولګول چې وایي د امریکې په صدارتي ټاکنو کې لاسوهنه کړې او د امریکې پر کمپنیو او ادارو یې سایبر بریدونه کړي دي.

د مرکزي ماسکو پولیسو هغه سیمه په بشپړه توګه بنده کړې وه چې ولسمشر پوټین پکې دواړو پارلمانونو ته وینا کوله، خو په دې مهال هلته د حکومت مخالف زنداني سیاستوال الیکسي نیوالني ګڼ پلویان هم را غونډ شوي وو.

پولیسو په بېلابېلو ختیځو ښارونو کې تقریباً 100 د نیوالني پلویان احتجاج کوونکي په داسې وخت نیولي دي چې دوی شعارونه ورکول او په لاسونو کې یې هم شعارپاڼې را اخیستې وې. چارواکو د دوی احتجاج غیرقانوني ګڼلی.

د پوټین د حکومت مخالف الیکسي نیوالني دا مهال د ماسکو د ختیځ په 180 کیلومیټرۍ کې د زندان په روغتون کې د لوږې په احتجاج پروت دی او متحدین یې وایي د هغه ژوند په خطر کې دی.

امریکې او نورو لوېدیځو هېوادونو په تېرو میاشتو کې په وار وار له روسه غوښتنه کړې الیکسي نیوالني او د هغه سلګونه نیول شوي پلویان دې سمدستي خوشي کړي خو روس یې تر اوسه دا غوښتنه نه ده منلې.

د امریکې په ګډون د نورو لوېدیځو هېوادونو او روس تر منځ په وروستیو کې د یوکراین پر سر اختلافات زیات شوي دي.

امریکې د اپرېل پر پینځلسمه پخپل هېواد کې د روس لس تنه سفارتکارانو ته د وتلو امر وکړ او ورسره یې د روس په څو کمپنيانو او کسانو بندېزونه هم ولګول. روس هم د امریکا د بندېزونو په ځواب کې یوه ورځ وروسته اعلان وکړ، چې د امريکا لس سفارتکاران به باسي او د واشنګټن پرضد به نور ګامونه هم پورته کړي.

امریکې او نورو لوېدیځو هېوادونو لا د روسي ولسمشر د تازه څرګندونو او خبرداري په اړه څه غبرګون نه دی ښکاره کړی.

XS
SM
MD
LG