لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شېخ رشید: د تحریک لبیک 669 کسان مو خوشي کړل. عمران خان: پر تحریک لبیک بندیز نه ختموو


اسلام اباد ـــ د پاکستان د کورنیو چارو مرکزي وزیر شیخ رشید ویلي چې د ناقانونه ګرځول شوې مذہبي ډلې تحریک لبیک پاکستان پہ 733 نیول شوو کسانو کې یې 669 خوشي کړي خو د ګوند د مشر سعد رضوي تر څنګ د 210 کسانو پر ضد درج کړل شوې مقدمې بہ تر قانوني عمل تېرېږي.

د شورو- چارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې تہ پہ وینا کې مرکزي وزیر وویل، چې تحریک لبیک د ناقانونہ ګرځول کېدو پرضد په دېرش ورځو کې عدالت ته خواست کولای شي.

د شیخ رشید پہ وینا د تحریک لبیک په نیول شوو 210 تنو کې چې پکې د ګوند مشر سعد رضوی ھم شامل دی د مرګ له دفعو سرہ سره د ترھګرۍ دفعې هم لګول شوې دي.

یادہ دې وي چې ټي ایل پي د خپل احتجاج ختمولو د پارہ حکومت تہ څلور شرطونہ وړاندې کړي وو چې پکې د ھیواد نہ د فرانس د سفیر ایستل، د ګوند د مشر سعد رضوي خوشي کېدل، پہ یاد ګوند بندیز ختمېدل، نیول شوي غړي خوشي کېدل او پہ اوو ورځو کې د دوی پر ضد درج کړل شوې مقدمې ختمول شامل وو.

توندروہ ډلې د تېرې اوونۍ راھسې په پاکستان کې د تشدد نہ ډک احتجاجونہ پیل کړي وو او غوښتنہ یې کولہ په فرانس کې د پېغمبر اسلام د سپکاوي د خپرو شوو خاکو پہ سر دې د فرانس سفیر لہ ھیوادہ وایستل شي او له دغہ ھیواد سرہ دې ھر ډول اړیکې غوڅې کړل شي.

پہ دغو احتجاجونو کې د شپږپولیس عسکرو د وژل کېدو او 800 نورو د ژوبل کېدو او مالي زیانونو وروستہ حکومت پہ یاده ډله بندیز لګولی وو او د ھغوی ګڼ شمېر فعالین یې نیولي وو.

بل پلو تہ وزیراعظم عمران خان ویلي، حکومت یې د ناقانونہ ګرځول شوې مذہبي ډلې تحریک لبیک نہ د بندیز لرې کولو ھیڅ ارادہ نہ لري او د بندیز ختمولو د پارہ بہ دوی تہ عدالت تہ تلل وي.

د ډان انګرېزي ورځپاڼې د رپورټ لہ مخې د نھې- سه شنبې پہ ورځ پارلیمان تہ د فرانس د سفیر د ویستلو پہ اړوند د قرارداد وړاندې کولو نہ څو ساعتہ وروسته وزیراعظم عمران خان د خپل ګوند د پارلیمان غړو تہ ویلي وو کہ چېرې پاکستان د خپل ھیواد نہ د فرانس سفیر وباسي نو په احتجاجي توګہ یورپي اتحاد پہ دې سخت غبرګون ښودلای شي او له غربي ھیوادونو څخہ د پاکستان 27 واړہ سفیران بیرتہ پاکستان تہ راتللای شي او دې عمل سرہ په دغو ھیوادونو کې د میشسہ لکونو پاکستانیانو مستقبل د ګواښ سرہ مخ کېدای شي او ھم به له دغو ھیوادونو سرہ د پاکستان تجارت اغېزمن شي.

د حکومت له خوا د تحریک لبیک فشار تہ پہ غاړہ ایښودو څېړونکو، مخالفہ ګوندونو، خبریالانو او مدني معالانو سختې نیوکې کړي او پوښتنہ یې راولاړہ کړې چې حکومت د دغې ډلې خبرو منلو تہ تیار وو نو بیا یې پہ احتجاجونو کې د دومرہ درنې مرګ ژوبلې او نقصانونو موقعہ د څہ د پارہ ورکولہ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG