لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان له ای ایم ایف سره د کړي تړون په بنیاد بجلي نوره ګرانوي


پېښور ـــ د پاکستان حکومت د بجلۍ پلورونکو او وېشونکو کمپنيو ته د کال 2020 او21 مالي کال د پاره د څه يو کرب روپیو نه سېوا مالي هدف پوره کولو د پاره د بجلۍ د نرخ سېوا کولو عمل شورو کړی دی.

حکومت د بجلۍ د نرخ سېوا کولو دا عمل د نړيوالې ادارې انټرنېشنل مانيټرنګ فنډ سره د شوې معاهدو د لاندې کوي. حکومت د نړيوالې مالي ادارې يا اي اېم اېف نه د اخیستو قرضو د پوره کولو د پاره جوړ پلان لاندې دا اقدامات کوي.

د بجلۍ د نرخ سېوا کولو نه علاوه حکومت د دغه پلان لاندې خلکو باندې جنرل سېلز ټېکس يا ماليه او د تېل نرخونه سېوا کولو او د څه رعایت نه ورکولو غوندې ګامونو باندې هم رضا شوی دی.

همدغه وجه ده چې د اي اېم اېف سره شوي لاسليک د لاندې د بجلۍ استعمالوونکو باندې د کال 2022 د دسمبر مياشت پورې د بجلۍ نرخ څلورو نه واخله پينځه روپۍ في يونټ سېوا کولو حکم ورکړی دی.

د بجلۍ او توانايي د پاره د خېبر پښتونخوا حکومت پخوانی سلاکار حمایت الله خان وي او اې ‌‌‌‌‌‌ډيوه ته وويل، په صوبه کې اوبو نه بجلي ډېره په ارزان نرخ باندې جوړيږي او د تربېلا ډېم نه په في يونټ بجلۍ جوړولو باندې اتيا پیسې خرڅ راځي.

هغه وايي په ملک کې چې کوم نور تهرمل او اېل اېن جي نه د بجلۍ پېدا کولو منصوبې دي په دې کې داسې يونټونه هم شته چې في يونټ يې 30 روپۍ نه واخله تر 35 روپۍ جوړيږي:

"پاکستان کې د ټولو يو نرخ دی، نظام دا دی چې کومه صوبه ارزانه بجلي جوړوي او کومه ګرانه بجلي جوړوي نو يو نرخ دوی ورکړی دی، نو د ارزانې بجلۍ پېدا کولو واله صوبو ته هيڅ قسمه فاېده نه رسي".

حمایت الله خان وایي پښتونخوا د خپل ضروريات نه زيات 500 اېم اېم سي اېف ډي ګېس پېدا کوي، خو د صوبې لګښت څه 300 يا څه زیات دی څه 150 اېم اېم سي اېف ډي ګېس سېوا دی او صوبه یې په درې نيم ډالره باندې ورکوي:

"اوس د بجلۍ دا نظام دوی په ګېس کې هم معارفي کول غواړي چې يو نرخ شي په ټول پاکستان کې نو دا د ایين د ارټېکل 158 کوم چې يوې صوبې ته د خپل ګېس د استعمال حق ورکوي دا د هغې په ضد يو اقدام دی."

په اسلام اباد کې د انټرنېشنل اسلامک يونيورسټۍ کې د معاشياتو يو استاد پروفېسر ډاکټر معراج الحق وايي حکومت چې تر راتلونکو درې کالو پورې د بجلۍ د نرخ سېوا کولو کوم عمل شروع کړی دې سره به ګراني سېوا کيږي او د يو عام کس ژوند کې به ستونزې سېوا کيږي.

دا ټولې خبرې دي کوم چې جي اېس ټي کې د اضافې شرط ای اېم اېف ایښی دی. دغه شان په تېلو باندې رعایت بېرته اخستو شرط هغوی ایښی دی او د بجلۍ او ګېس قيمتونو سېوا ګولو شرط دی.

د نوي راغلي رپورټ تر مخه د پاکستان حکومت هغوی سره په دې رضا شوی دی چې دوی به د راروان مالي کال په بجټ کې دا شرطونه سېوا کوي، نو که دا پاليسي وي او د بجلۍ او ګېس نرخ سېوا شي، د تېلو نرخ سېوا شي، جي اېس ټي کې اضافه وشي نو ښکاره خبره ده چې ګراني به سېوا کيږي او د عام وګړي په ژوند کې به ستونزې سېوا کيږي.

د پېښور د کاروباريانو د يوې ډلې پخوانی مشر ظاهر شینواری وايي د بجلۍ د نرخونو سېوا کولو د پاره د پښتونخوا غوندې صوبه چرته چې د ارزانې بجلۍ پېدا کولو صلاحيت هم شته دلته به ګراني هم راشي او هغه وايي دلته به د کارخانو پېداوار باندې هم د دې بد اثر پرېوځي.

د اقتصادي چارو پوهان وایي‌ دا د حکومت هغه ګډې وډې فېصلې دي چې لږ وخت مخکې ایف پيک او پېک اورز يو نظام وو هغه يې ختم کړو نو د هغې په وجه کارخانو ته، تجارت او کاروبارونو ته يو ريليف ملاو شو خو اوس دوباره نه صرف د هغې اثرات ختموي بلکې دې سره به د بجلۍ نرخونه بېخي ډېر زيات شي چې له وجې به يې ملک کې ګراني سېوا شي.

څېړونکي وایي‌ په نړيوال مارکيټ کې چې مونږ په کومه مقابله کې يو او خپل مصنوعات خرڅوو نو دا به زمونږ د کاروبار يا د مصنوعاتو د تیارۍ نرخ سېوا کوي. د دې په وجه زمونږ د برآمداتو د کمېدو هم ډېره زياته خطره ده.

د حکومت په وینا د ای اېم اېف سره شوې معاهدو له وجې د دولتي اعداد يا د رېونيو زیاتولو د پاره داسې قسمه ګامونه اخستل ضروري دي او حکومت د بجلۍ د نرخ سېوا کولو عمل شروع کړی دی او تېره ورځ يې هم د دغه عمل د يوې برخې په توګه د بجلۍ نظام منظم کوونکې قامي ادارې يا نېپرا د بجلۍ د خرڅ او تقسيم کوونکو کمپنيو ته د نرخونو او مالي امورو سره تړلې مسلو په حقله د هغوي د خواستونو يا مسلو اورېدلو عمل هم شروع کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG