لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کتاب نړيواله ورځ‌: سوشل مېډیا د کتاب لوستلو په رجحان ډېر اغېز کړی دی


واشنګټن ـــ که څه هم په نړيواله کچه د کتاب لوستونکو کې زياتوالی راغلی خو په پاکستان کې د تعليم پوهان وايي د انټرنېټ او سوشل مېډيا له وجې د پخوا په څېر په طالبعلمانو کې د کتاب لوستل کم شوي‌ دي.

د اپرېل 23مه د کتاب نړيواله ورځ ده چې د ملګرو ملتونو د ساینس، تعليم او کلچر د څانګې لخوا د کال 1995م راهسې لمانځل کېږي. دا ورځ‌ د کتابونو د چاپ د حق يا کاپي رایټ ورځ هم ده.

پوهان وايي کوم قومونه چې د کتاب سره مينه لري هغوی مخ په ترقۍ روان وي او په کومو ملکونو کې چې د کتاب او ليکوال قدر نه وي هغه ورځ په ورځ د تنزل ښکار وي.

ډاکټر مراد علي کتوزی د پښتونخوا په شبقدر ډيګري کالج کې د انګرېزي ادب استاذ دی، وايي، ډیجیټل کتابونو هم د مطلعه رجحان ته زیان اړولی:

"نن سبا اکثره کتابونه په پي ډي اېف کې وي نو خلک يې پخپل کمپوټر يا موباېل فون کې په آسانۍ لوستلی شي او يو بل سره يې شريکولی هم شي، ځکه دلته د کتابونو لوستونکي کم شوي دي".

ډاکټر مراد علي کتوزی په پېښور کې د يونيورسټي پبلېشرز په نامه چاپ خانه هم لري، د کتابونو د چاپ د حقونو په اړه وايي:

"په پاکستان کې د کاپي راېټ قانون کمزوری دی او اکثره ليکوالان خبر هم نه وي خو مشهور کتابونه يې نامعلومه خلک بيا بيا چاپ کوي".

د پښتو اکثره کتابونه په پښتونخوا او افغانستان کې چاپ کېږي، د پښتو پخوانی پروفېسر او د منګل کتاب کور مالک پروفېسر اسير منګل وايي:

"اکثره مشهور کتابونه چې په پېښور کې چاپ شوي وي بيا بيا په کابل کې هم چاپ کېږي او هلته به څوک د کاپي راېټ تپوس کوي، دغسې د کابل کتابونه بيا په پېښور کې د ليکوال نه بغېر تپوسه چاپ شي، نو ځکه دلته د کاپي راېټ قيصه ګرانه ده، څوک يې دومره پروا نه کوي".

پروفېسر اسير منګل وايي د ده مشهور کتاب "د پښتو افسانې سل کلن بهير" چې په پېښور کې په دوکانونو کې نه ترلاسه کېدلو، نو څو ورځو کې يې نقل د لاهور نه چاپ شو چې بيخي د دغې کتاب په شان وو او بيعه يې هم ورله نيمه لګولې وه خو وايي‌ مونږه په پاکستان کې له بده مرغه د کاپي راېټ دومره مضبوط قانون نه لرو چې خپل حقونه وګټو.

رپوټونه وايي د کرونا وبا په ورځو کې چې اکثره خلک په کورونو کې بند وو خلکو ډېر کتابونه لوستلي‌ دي.

د افغانستان نه راغلي رپوټونه وايي‌ سږ کال په دغه هېواد کې 83 کتابونه او ترجمې چاپ شوي خو څېړونکي وايي‌ انټرنټ او سوشل مېډيا په دغه هېواد کې هم د کتاب په لوستلو منفي اغېز غورځولی.

د وبا په دې ورځو کې چې په اکثرو ښارونو کې ولسي لایبرېرۍ تړل شوې وې په امريکا کې اکثره خلکو د لیټل فري لاېبريريانو نه ګټې تر لاسه کړې دي.

دغه ډول ويړيا لایبرېرۍ يا کتابتونونه په کال 2009 م کې دوه امريکايانو ټاډ بول او بروکس په لومړي ځل پیل کړې وې، چې په لارو کوڅو کې يې وړې وړې د کتابونو المارۍ لګولې وې او پرې ليکل شوي وو چې "ويړيا کتاب واخلئ او خپل کتاب ويړيا پرېږدئ".

نن سبا په نړۍ کې د 100 نه زياتو ملکونو کې د دغې پروګرام لاندې ويړيا لایبرېرۍ کار کوي او وايي ‌هر کال د 42 ميلينو نه زيات کتابونه د دغې ويړيا کتابتونونو د لارې يو بل شره شريکوي.

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG