لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کوټه کې یو بل خبریال عبدالواحد ریسانی د ناپېژاندو وسلوالو په ډزو وژل شوی


واشنګټن ـــ د بلوچستان په مرکز کوټه کې ناپېژاندو وسلوالو د عبدالواحد ریساني په نامه خبریال په ډزو وژلی دی، خو د وژنې سبب یې تر اوسه معلوم نه دی او نه یې هم چا د وژنې ذمه واري منلې ده.

د کوټې پولیس وایي د خالي- شنبې په ماښام د ښار جنوب لوېدیځ‌ لور ته پر قمبراني سړک بېنک کالونۍ ته نیژدې نامعلوم وسلوالو کسانو پر دې خبریال ډزې کړې او سخت یې ټپي کړی دی چې وایي روغتون ته پر لاره یې ساه ورکړه.

پولیس وایي وسلوال کسان د پېښې له ځایه تښتېدلي او پلټنه یې ورپسې پیل کړې ده، خو تر اوسه دا نه ده څرګنده چې د هغه د وژنې په ضد یې مقدمه درج کړې که نه.

عبدالواحد ریساني د کوټې له "ازادي" اردو ورځپاڼې سره د خبریال او سب ایډیټر په توګه کار کاوه. دې ورځپاڼې پر خپله ویبپاڼه د خپل خبریال پر وژنه خواشيني څرګنده کړې او د ذمه وارو کسانو د سمدستي نیولو غوښتنه یې کړې ده.

د پاکستان د خبریالانو مرکزي تنظیم پي ایف یو جې دا پېښه په کلکه غندلې او د بلوچستان له حکومته یې غوښتنه کړې چې د نوموړي قاتلین دې ژر تر ژره ونیسي او د قانون منګولو ته دې یې وسپاري.

د خبریالانو مرکزي تنظیم دا پېښه په بلوچستان کې د اظهار د ازادۍ وژنه ګڼلې ده. پر ټولنیزو رسنیو هم ګڼ شمېر خبریالانو او سیاستوال د خبریال عبدالواحد ریساني وژنه غندلې ده.

د یادونې وړ ده چې د 2020م کال په جولای میاشت کې هم د بلوچستان په بارکان سیمه کې د انورجان کېتراڼ په نامه خبریال وژل شوی وو او له هغه وروسته په ستمبر میاشت کې په تربت کې د شاهینه شاهین په نوم ښځینه خبریاله وژل شوې وه.

د بلوچستان د خبریالانو د اتحادیې د شمېر له مخې، په تېرو پینځلسو کلونو کې په بلوچستان کې 45 خبریالان په بمي چاودنو، هدفي بریدونو او نورو پېښو کې وژل شوي چې وایي په هغوی کې 27 د خپل کار له کبله په هدفي توګه وژل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG