لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خليلزاد: افغان ځواکونه دې کمزوري ونه ګڼل شي


د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ویلي، "زما نه دی خيال چې د افغانستان حکومت به وغورځيږي او طالبان به واک سمبال کړي".

خليلزاد دغه خبره دغه خبره د نهې/ سه شنبې په ورځ د امریکا د سېنېټ د بهرنيو اړیکو کمېټۍ ته د امریکايي ځواکونو د افغانستان نه د وتلو په اړه بحث کې کړې ده.

هغه ويلي، "زما په قضاوت کې دا تېروتنه کېدی شي چې افغان ځواکونه هیڅ ونه ګڼم، هغه د باور وړ ځواکونه دي او ښه فعالیت کوي، که څه هم دوی د سختو حالاتو سره مخ کېدی شي".

تنقید کوونکي د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د مې د مياشتې څخه په ويستلو اندېښنه څرګندوي او د افغانستان د خونديتوب په اړه دغه اندېښنه هغه امریکايي قانون ساز هم څرګندوي چا چې د امریکايي ځواکونو سره کار کړی دی.

دوی دا هم وايي که طالبان بيا په واک کې راځي د ښځو د حقونو به څه کيږي.

ريپبلکن سېنېټر رون جونس ویلي، "ماته د عامو خلکو په وژنو او تشدد او نورو جرمونو باندې اندېښنه ده".

امریکايي پوځي چارواکي او د حکومت د څار ډلې هم دغه ډول اندېښنې څرګندوي چې افغان پوځ د امریکا د مرستې بغېر د طالبانو په وړاندې نه شي ودرېدی.

خليلزاد ويلي اندېښنې نه شي ختمېدی خو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پاتې کېدل کوم جواز هم نه لري.

هغه زياته کړې د طالبانو سره یې چې کوم تړون کړی هغه د وخت ښه ممکنه لوظنامه وه.

خليلزاد دا هم ويلي که امریکايي ځواکونه کال، دوه يا نور پاتې کېدلی بیرته به جګړې ته تلل او په افغانستان کې چې دا وخت څومره امریکايي سرتيري دي هغه د طالبانو د مخنيوي دپاره کم وو.

نوموړي ویلي د طالبانوسره د شوې لوظنامې د ناکامۍ په نتيجو يې طالبان خبر کړي دي.

د خليلزاد په خبره که "طالبان د خبرو د عمل نه په شا کيږي او نظامي يا وسله والو عملياتو پله ځي، يواځې د افغان اولس د مخالفت سره به مخ نه شي بلکې د امريکا او د اتحاديانو د مخالفت سره به مخ شي. دوی به يواځې شي، د سيمه ييز مخالفت ښکار به شي، سخت نړيوال بندېزونه به پرې ولګي".

د امریکې د بهرنيو چارو وزارت د نهې په ورځ په کابل کې د امريکې د سفارتخانې څخه د عملې کولو ويلي دي.

د کمېټۍ مشر د زلمي خليلزاد نه پوښتنه کړې چې د عملې کولو علت په ممکنه توګه په افغانستان کې تشدد سېوا کېدل خو نه دي؟، خليلزاد ویلي د دې په شا ډېرې خبرې دي.

په افغانستان کې د امریکا سرپرست سفير (شارژدافير) راس وېلسن ويلي، په کابل کې د تشدد او ګواښونو سېوا کېدو په رڼا کې د بهرنيو چارو وزارت د سفارت د عملې کمولو منظوري ورکړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG