لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شیعه ګان په کراچۍ کې د خپلو بې درکه خلکو لپاره له 26 ورځو په احتجاج ناست دي


کراچۍ ـــ د پاکستان په لوی صنعتي ښار کراچۍ کې له شیعه مسلک سره تعلق لرونکو له خوا له تېرو 26 ورځو راهیسې د خپلو 33 بې درکه شوو کسانو د موندلو یا خوشي کېدلو لپاره احتجاجي پرلت دوام لري.

د کراچۍ په نومایش چورنګۍ کې دا احتجاجي پرلت د جواینټ ایکشن کمېټي فار شیعه مسنګ پرسنز په نوم تنطیم پیل کړی چې له تېرو دوو کالو نه یې په بېلابېلو ځایونو کې د بې درکه کسانو لپاره په احتجاجونو لاس‌ پورې کړی دی.

دوی وایي چارواکو ورسره وخت په وخت ژمنې کړې دي خو تر اوسه یې نه دي پوره کړې ځکه یې د اپرېل په دویمه احتجاجي پرلت پیل کړو.

د دوی په وینا په بې درکه کسانو کې 16 تنه له اوو یا اتو کالو راهیسې ورک شوي او 13 تنه هغه دي چې په تېر یو کال کې بې درکه شوي دي.

د شيعه مسنګ پرسنز تنظیم غړی علمدار وایي چې وخت په وخت دوی له ادارو سره په تماس کې پاتې شوي او ډېرې ناستې یې هم ورسره کړې دي‌ خو د دوی کسان يې خوشي نه کړل ځکه دوی مجبوره شول چې احتجاجي پرلت پيل کړي.

په دې احتجاجي پرلت کې له نرینوو سره سره ښځینه هم په ګڼ شمېر ناستې دي او ماشومانو سره يې د خپلو بې درکه کسانو عکسونه په لاسونو کې نیولي دي.

احتجاج ته ناسته د بې درکه شوي تن تنویر عباس ښځه- چې یو کلنه ماشومه یې په غېږ کې ده- وایي چې دا ماشومه د پلار له ورکېدو درې میاشت وروسته پیدا شوې او خپل پلار یې نه دی لیدلی.

دا تور لګوي چې د دې خاوند د پاکستاني [استخباراتي] ادارو په قید کې دی او غوښتنه کوي چې که ګناهګار وي عدالتونو ته دې یې وړاندې کړي او که نه وي را خوشی دې یې کړي.

کراچۍ کې د بې درکه شیعه مسلمانانو لپاره احتجاجي پرلت
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:56 0:00

په تېرو ورځو کې احتجاج کوونکو د سیند صوبې د ګورنر د کور مخې ته هم احتجاج کړی وو او وایي ګورنر ته خپلې هغه وعدې ور یادولې چې له احتجاج کوونکو سره یې د بې درکه کسانو په معامله کې کړې وې. وایي که د حکومت له خوا دغه چلند همداهسې جاري وو نو په راتلونکو ورځو کې به دوی خپل احتجاج د پاکستان د ولسمشر د کور مخته پیلوي.

د سیند حکومت د اطلاعاتو وزير ناصر حسین شاه په احتجاجي پرلت کې شرکت کړی او احتجاج کوونکو ته یې ویلي، حکومت یې د غوښتنو ملاتړ کوي‌ او څه چې د دوی په لاس کې دي هغه به سیند حکومت کوي او د بې درکه کسانو په معامله کې څه ښه خبرونه هم شته.

خواحتجاج کوونکي وايي دوی به تر هغه دمه پرلت ونه ځنډوي او نه به یې ختم کړي چې خپل ورک شوي خلک یې ونه موندل شي.

په کراچۍ کې د خپلو بې درکه کسانو لپاره د شیعه ګانو احتجاجي ناسته په داسې حال کې دوام لري چې د پاکستان وزیراعظم په فبرورۍ مياشت کې ویلي، په پاکستان کې به د بې درکه کسانو مسئله هواروي.

عمران خان د فبرورۍ په درېیمه د کابینې غونډې ته ویلي وو، حکومت یې نه غواړي په هېواد کې څوک ورک یا بې درکه شي. هغه امر وکړ داسې اغېزمن قانون دې جوړ شي چې هیڅوک په هېواد کې لادرکه نه شي.

په پاکستان کې د جبري بې درکه کسانو د پاره جوړ سرکاري کميشن وایي د جنورۍ تر پایه د بې درکه کسانو رپورټ شوي کېسونه 6944 وو او دعوه لري چې 4822 یې پکې پای ته رسولي دي.

خو په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ‌، وایس فار بلوچ مسنګ پرسنز او اوس د شيعه مسنګ پرسنز تنظیمونه وخت په وخت مظاهرې کوي او حکومتي دعوې ردوي چې ګنې د دوی مسئلې یې حل کړې دي. دوی دعوه کوي چې د خلکو د بې درکه کولو لړۍ هم هغسې دوام لري.

  • 16x9 Image

    ذوالفقار بېټنی

    ذوالفقار خان بېټنی د پاکستان په کراچۍ ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی چې وخت په وخت د دې ښار په سیاسي، ټولنیزو او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. تر دې وړاندې هم هغه په پاکستان کې له نورو رسنیو سره د خبریال په توګه کار کړی او کالمونه یې لیکلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG