لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتونخوا اسمبلۍ چترالي جینکو سره د جعلي ودونو د مخنیوي قرارداد منظور کړ


پېښور ـــ د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ د چترالي جينکو سره د جعلي ودونو د مخنيوي د پاره يو قرارداد منظور کړی دی.

دغه قرارداد وايي که څوک هم چترال کې د يوې جينۍ سره د واده کولو خواهش لري هغه به خپل ذاتي معلومات، د خپل ښه چال چلن [کېرېکټر] سرټيفيکېټ او د خپلې علاقې د معتبرو کسانو ذمه وارۍ سره دغه معلومات د چترال پوليس سره شريکوي او بيا به د چترال پوليس د دغه کس د علاقې پوليس سره ددغو معلوماتو ارزونه کوي او له تصديق وروسته به یې واده کيږي.

په صوبايي اسمبلۍ کې د اقليتونو نماینده او په اقليتي امورو د وزیراعلی سلاکار وزير زاده دغه قرارداد په صوبايي اسمبلۍ کې وړاندې کړی او دغه قرارداد منظور شوی هم دی.

ښاغلی وزيرزاده وایي اکثر د چترال د خلکو د غربت او سادګۍ نه د نورو ضلعو نه راغلي خلک فایده اوچتوي او که 80 فيصدي ودونه په نېک نيتۍ سره کيږي خو ډېر ودونه داسې هم وي چې هغه د دروغو ودونه وي او اکثر د داسې دروغو ودونو نه پس په چترالي جينکو باندې ډېر ظلم او تشدد شوی دی.

وزیرزاده وايي د دې قرارداد نه پس به ځایي پوليس د داسې قسمه واده خواهش لرونکو معلوماتو په حقله تحقيقات کوي او څوک به د چترالي جينکو سره داسې په دروغه او د ټایم پاس کولو د پاره ودونه نه شي کولی:

"د دې مقصد دا دی چې څوک هلته نه واده کوي نو هغه به خامخا څه ضروريات پوره کوي او چې څوک هسې د وخت تېرولو د پاره هلته راځي چې هلته نه واده وکړي نو هغې د پاره مونږ لاره په مکمله توګه بنده کړه او څوک به په وقتي توګه په راروان وختونو کې داسې واده نه شي کولی".

وزيرزاده وايي مخکې هم په چترال کې د داسې قسمه جعلي ودونو نه تحفظ د پاره یو انجمن کار کاوه خو دا په غېر سرکاري سطح باندې کېدلو. اوس د پوليس او د ضلعې انتظاميه د داسې قسمه واده خواهش لرونکو په حقله تحقيقات کولو نه پس به د جينکو د ژوند او د حقونو تحفظ نور هم يقيني شي.

په پېښور کې د ډان ورځپاڼې سره کار کوونکی خبريال منظور علي چې چترال سره تعلق لري وايي د چترالي جينکو سره د نورو ضلعو نه راغلو خلکو دغه د جعلي ودونو مسله يوه ډېره پخوانۍ مسله ده او د ډېرو چترالي جينکو داسې جعلي ودونو سره ژوندونه تباه شوي دي. هغه وايي اميد لري د دې قرارداد نه پس به پوليس د جينکو د داسې قسمه ودونو نه تحفظ وکړی شي.

"د دې نه وړاندې د چترال ضلعي اسمبلۍ داسې قرارداد پاس کړی وو او د هغې نه پس د چترال پوليس لاېن کې يو ډسک هم جوړ دی او دا د تصدیق کار هغه هم کوي، خو دا د صوبايي اسمبلۍ نه چې کوم قرارداد راځي دې نه پس به هغې ته نور هم طاقت ملاو شي".

د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ غړې او قانون پوهه عایشه بانو هم وايي د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د داسې قرارداد منظور کېدل یو ښه خبره ده. هغه وايي دا قرارداد به د چترالي جينکو په ملک کې دننه کاچاق غوندې جرم هم مخنيوی وکړي:

"زمونږ په ملک کې د دننه انساني کاچاق [سمګلنګ] هم کيږي، په خاصه توګه د چترال د سيمو نه اکثر دا شکاېتونه راځي چې خلک د واده په بهانه هلته نکاح وکړي. په چترال کې د غربت له وجې داسې قسمه حالاتو سره مخ شي چې هغې کې د د خطرو سره مخ شي".

د صوبايي مشير وزير زاده تر مخه اکثر د نورو صوبو او ضلعو نه خلک چترال ته جينکو سره ودونه کولو د پاره تلو او اکثر به دا ودونه جعلي وو، وقتي وو او بې جوړه ودونه وو.

د زيات عمر خلکو او تر دا چې د څه ذهني توګه باندې ناروغه خلکو هم د چترالي جينکو سره ودونه شوي دي او اکثر د داسې ودونو نه پس چترالي جينکۍ د کورني تشدد ښکار شوي دي، خو وزير زاده وايي اوس به د پوليس د داسې قسمه د ودونو د تحقیقات له وجې څوک چترالۍ جينکو سره د دروغو يا جعلي ودونه نه شي کولی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG