لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې ویلي، هند ته اکسيجن ګېسن، ماسکونه او د کرونا معاينې الات ليږي


په داسې حال کې چې په هند کې د کرونا پېښې ورځ تر بلې سېوا کيږي امریکا ویلي هند ته د اکسيجن ګېس سلېنډرې، ماسکونه او د کرونا د مالومولو دپاره الات ورليږي.

سپينې ماڼۍ د شورو/ چارشنبې په ورځ دغه خبره کړې چې د زيارت/ پنجشنبې څخه به د دغو څيزونو لېږلو پېل وشي او د راتلونکې اوونۍ پورې به روان وي.

امریکې هند ته د کرونا د مخنيوي په لړ کې د مرستو ورکولو په داسې وخت کې ويلي چې د راپورونو ترمخه په هند کې تيره ورځ هم د درې لکه 80 زرو پورې نزدې کسان په کرونا اخته شوي دي.

ويل شوي په هند کې پرون د درې نيمو زرو نه زيات په کرونا مړه شوي دي.

د امریکې د جان هوپکنز پوهنتون د شمېرو ترمخه په هند کې تراوسه پورې يو کروړ، 83لکه، 76زره 421 کسان په کرونا اخته شوي دي.

ویل شوي د کرونا څخه په هند کې دوه لکه 4832 کسان مړه شوي دي.

امریکې ویلي، هند ته به د لس کروړه څخه رقم سامانونه ورکړي.

ویل شوي په دغو سامانونو کې به يو زر سلېنډرې، يو نيم کروړ ماسکونه او لس لکه د کرونا معاينې د ټېسټ الې شاملې دي.

سپينې ماڼې ویلي، امریکې په خپل ملک کې د ايسټرا زېنېکا ويکسين د دوه کروړه ډوزه د هند دپاره تيارولو ارډر ورکړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG