لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزیرستان احتجاج کوونکي وایي د غوښتنو منلو لیکلی ډاډ ورکړل شو او پرلت یې ختم کړ


ډېره اسماعیل خان ـــ د جنوبي وزیرستان د دوو تنکيو هلکانو د وژنې پر ضد احتجاجي پرلت کوونکي مشران وايي حکومت ورسره غوښتنې ومنلې، د مړو سره احتجاجي پرلت ختم کړو او مړي هم خاورو ته وسپارل.

د مسید قوم او جرګې د مشرانو تر منځ منل شوې غوښتنې چې جرګې مشرانو ترڅنګ د جنوبي وزیرستان مرستیال کمیشنر او د پولیسو مشر پرې لاسليک کړی پکې د مسید قوم د حکومت نه د غوښتنو تفصیل لیکل شوی دی.

د حکومتي جرګې يا کمېټۍ يو غړي ملک حبيب شابيخېل وايي، د جنوبي وزيرستان مرستيال کمیشنر خالد اقبال، په علاقه کې د پوځ (ای جي اېف سي) مېجر جنرل عمر بشير او سېکټر کمانډر بریګيډير نېکنام ورته د دغو احتجاج کوونکو د غوښتنو منلو باور ورکړی دی.

هغه وويل د چارواکو له خوا منل شوې غوښتنې او باور يې د احتجاج کوونکو سره شريک کړي دي.

په مکين کې څلورورځې وړاندې د وژل شوو هلکانو د وژنې تور په امنيتي سرتېرو لګول شوی خو پوليس ویلي وو دغه هلکان نامالومو وسله والو په نخښه کړي وو.

د پېښې وروسته د انصاف دپاره احتجاجي پرلت پېل کړی شوی وو.

د جنوبي وزیرستان په مکين کې د روان احتجاجي پرلت مشر رحمت شاه مسيد وايي د حکومت د طرفه ورته جرګه راغلې او د دوی د غوښتنو منلو يې ورته په ليکلې بڼه ډاډ ورکړی دی.

هغه دعوه کوي او وايي د پېښې مقدمه چې د ذمه وارو کسانو پرضد درج شوې دوی ته کاپي ترلاسه شوې، حکومتي چارواکو ترې په دغه پېښه د دوی نه بخښنه غوښتې او ننواتې يې کړې.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل د مقدمې کاپي تر لاسه کېدو وروسته يې د وژل شوو هلکانو مړي ښخ کړي او پرلت یې وځنډولو.

وي او اې ډيوه سره حکومتي کمېټۍ د غوښتنو منلو پاڼه شريکه کړې او رحمت شاه يې هم تاييد کړی دی.

په منل شوو غوښتنو کې ويل شوي چې د وژل شوو هلکانو کورنيو ته به 20، 20 لکه روپۍ او دوه دوه نوکرۍ ورکول کيږي او د نورو غوښتنو سره پکې دا هم ویل شوي چې د وژل شوو کورنۍ اختيار لري چې د چا پرضد مقدمه کول غواړي پوليس ته دې ثبوتونه وړاندې کړي.

په ياده پاڼه د مرستیال کمشنر او پوليس مشر لاسليکونه شوي او وي او اې ډيوه د دغو چارواکو سره د خبرو کولو هڅه کړې خو ځواب ورته نه دی تر لاسه شوی.

خو د انتظامیه د لدها سب ډویژن مرستیال کمیشنر فرحان وویل د مسید قام سره کاميابې خبرې وشوې، ځایي انتظامیه د غوښتنو منظوري ورکړه او ټولې غوښتنې ومنل شوې.

د انتظامیه او پولیسو د غړو په ګډون درېمګړي هم په دې خبرو کې موجود وو، احتجاجي پرلت ختم شو او تر هغه وروسته ټول احتجاج کوونکي بيرته واپس لاړل.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG