لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"پوځ غټ قبضه ګير دی" د لاهور چیف جسټس ته خواست شوی دغه توري دې لرې کړی شي


د لاهور هايکورټ چيف جسټس محمد قاسم خان ويلي، "پوځ غټ قبضه ګير دی" دغه الفاظ يا څرګندونې يې د هر چا د زړه ازارۍ دپاره نه دي کارولي بلکې په پوځ کې د څو کسانو دپاره یې ویلي دي.

د زيارت/پنجشنبې په ورځ (29 اپرېل) اپرېل د ډيفنس هاوسنګ سوسايټي (ډي اېچ اې) د ځمکې د قبضې په يوه اورېدنه کې د ډي اېچ اې وکیل عدالت ته ویلي يوه ورځ وړاندې په اوریدنه کې ويلي دغه الفاظ چې "پوځ غټ قبضه ګير دی" د اورېدنې د کارروايۍ څخه دې لرې کړی شي.

د ډي اېچ اې وکیل الطاف الرحمان ويلي په دغه څرګندونه يې په پوځ کې اندېښنه راپارېدلې ځکه خواست کوي چې دغه الفاظ دې ختم کړی شي.

خو چيف جسټس قاسم خان ویلي، دغه الفاظ يې د څو کسانو د چلند په اړه کارولي دي.

د ډان د رپورټ ترمخه هغه ویلي، د ادارو دپاره احترام، د عدالت د څرګندونو مطلب دې د چا د زړه ازارول وانه خستل شي، د هغه څرګندونې د څو کسانو دپاره وې.

هغه زياته کړې د کورنۍ نيم غړي يې په پوځ کې دي خلک د پوځي سرتيرو احترام کوي چې د کشمیر، سياچن او بهاولنګر په پولو دې خو لومړی به د زمه وارۍ احساس وي.

نوموړي ويلي چې د پوځ حاضر سروس افسران په ډي اېچ اې کې وي په دغه خبره پوی شئ.

هغه زياته کړې د جج په حېث د هغه دا زمه واري ده چې د هغه عمل به هر چرته د جج/ قاضي وي.

چيف جسټس دغه څرګندونې د هغه خواست په اورېدنه کې کړي چې درې کسانو عدالت ته په کړي خواست کې تور لګولی ډي اېچ اې ترې ځمکه نيولې هغه دې ترې ازاد کړی شي.

هغه دا هم ويلي چې دې خلکو لږکيو ته ورکړی شوې ځمکې هم خوړلي کومه مسله چې کله هم د اېف اې ټي اېف نه غټه لانجه جوړېدی شي.

هغه ويلي په وقف کړی شوو ځمکو غټې پلازې (ودانۍ) جوړې شوي او چې په کومه ورځ دا مسله په نړيواله کچه را اوچته شوه دا به د اېف اې ټي اېف نه غټه قضيه وي.

اېف اې ټي اېف د ترهګرۍ د مالي مرستو او غېر قانونه پېسو د څار نړيواله اداره ده، او دا وخت پاکستان د دغه ادارې په خړ فهرست کې دی.

د شورو په ورځ نوموړي چيف جسټس ويلي وو داسې ښکاري چې پوځ قبضه ګروپ جوړ شوی دی، او هغه رجسټرار ته ویلي وو چې د پوځ مشر ته خط وليکي او ورته اووايي چې پوځ کوم کارونه کوي.

عدالت ته په وقف شوې نيول شوې ځمکه د ډي اېچ اې د قبضې په اړه خواستونو کې ويل شوي چې دغه 300 کناله ځمکه د کال 2020 راهسې په اجاره (ليز) ده.

په خواست کې ویل شوي ډي اېچ اې د اجارې په ځمکه قبضه اچولې دغه ځمکه دې ترې ازاده کړی شي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG