لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خلیلزاد د افغان سولې غونډه کې تر ګډون مخکې د حکومت او طالبانو له پلاویو سره لیدلي


واشنګټن ـــ د افغان سولې لپاره د امریکې ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټۍ ته د افغانستان د حالاتو په تر معلوماتو ورکولو وروسته قطر ته رسېدلی او د بین الافغاني مذاکراتو له دواړو ډلو سره یې لیدلي دي.

د افغان سولې بهیر د پرمختګ لپاره فعال د امریکې د بهرنیو چارو وزارت استازی زلمی خلیلزاد به نن په قطر کې د افغانستان د سیاسي روغې جوړې لپاره جوړېدونکې بله ټرایکا غونډه کې ګډون کوي.

خو تر دې غونډې وړاندې ښاغلی خلیلزاد پرون په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو له مذاکراتي ډلو سره لیدلي دي. د افغان حکومت مذاکراتي ډلې پر خپله رسمي ټویټر پاڼه لیکلي، د دوی یو شمېر غړو له زلمي خلیلزاد سره لیدلي او وایي دواړو خواوو د افغانستان د سولې مذاکراتو د بهير په هکله خبرې کړې دي:

"ښاغلي خلیلزاد د سولې د مذاکراتو د بهیر د ګړندي​ کولو لپاره د متحده ایالاتو د اقداماتو په هکله خبرې وکړې او یو ځل بیا یې د افغانستان له حکومت او خلکو سره د خپل هیواد پر دوامداره ملاتړ ټینګار وکړ".

خلیلزاد په داسې وخت کې د بین الافغاني مذاکراتو له دواړو ډلو سره لیدلي، چې د هغوی تر منځ له تېرو څو میاشتو راهیسې خبرې ځنډېدلې وې او له څو اوونیو یې تر خپل منځ ناستې هم نه وې کړې.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم هم پر خپله ټویټر پاڼه له ښاغلي خلیلزاد سره د لیدو خبر خپور کړی دی. ډاکټر نعیم وایي، د اپريل پر 29 مازدیګر د طالبانو سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر مشر محترم ملا برادر او ورسره پلاوي یې له زلمي خلیلزاد او ورسره پلاوي سره لیدلي دي. ښاغلي نعیم پخپل ټویټ کې لیکلي:

"په دې کتنه کې دواړو خواوو د افغانستان په اوسني وضعیت، د سولې په روانې پروسې او اړوندو موضوعاتو خبرې وکړې".

زلمي خلیلزاد سیمې ته تر سفر یوه ورځ وړاندې د امریکې په کانګرس کې د بهرنیو اړیکو کمېټۍ د غړو د پوښتنو په جواب کې ویلي وو، دی فکر نه کوي چې افغان ځواکونه به کمزوري شي او طالبان به بیا پر افغانستان واکمن شي.

ښاغلي خلیلزاد ویلي وو که طالبان له خبرو پر شا کيږي او بیا جګړې ته مخه کوي، نه يواځې د افغان ولس او حکومت بلکې د امريکې او اتحاديانو له مخالفت سره به هم مخ شي.

په قطر کې د افغان سولې په اړه نننۍ غونډه کې به د روس تر څنګ د امریکې، چین او پاکستان چارواکي هم ګډون کوي. د افغانستان لپاره د روس ځانګړي استازي ضمیر کابلوف تاس خبري ایجنسۍ ته ویلي:

"موږ به هڅه کوو یو ګډ دریځ‌ را مخې ته کړو چې په بنیاد یې د سولې خبرو اترو ته لاره هواره شي".

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، حکومت یې د هر هغه ګام ستاینه او هرکلی کوي چې د سولې په پرمختګ کې مرسته کوي. د وزارت مرستیال ویاند حامد تهذیب ازادي راډیو ته ویلي، حکومت یې د مسکو ټرایکا د درې اړخېزې غونډې د نتایجو هرکلی کوي او ټینګار کوي چې په ټولو داسې غونډو کې افغان حکومت هر اړخیز ګډون ولري.

د یادونې وړ ده چې په تېره مارچ میاشت کې د ټرایکا غونډه په ماسکو کې شوې وه چې د طالبانو پلاوي هم پکې ګډون کړی وو او په غونډه کې له طالبانو غوښتل شوي وو، چې خپل پسرلني عملیات اعلان نه کړي او د غونډې په ګډه خبرپاڼه کې ویل شوي وو، چې دوی د طالبانو د اسلامي امارت بیرته راتګ نه غواړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG