لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بلینکن: پاکستان کې پر مېډیا قدغنونه د اظهار د ازادۍ لپاره خطرناک دي


واشنګټن ـــ د امریکا خارجه چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي په پاکستان کې په میډیا قدعنونه د اظهار د ازادۍ لپاره خطرناک دي.

ښاغلي بلنکن د صحافتي ازادۍ د نړیوالې ورځ په مناسبت انلاین غونډه کې په پاکستان کې پر مېډیا د لګول شوو څرګندو قدعنونو په حقله وینا کې دا خبره کړې ده.

د امریکا خارجه وزیر زیاته کړه مونږ د بشري حقونو په اړه راپورونو او د میډیا د لارې کتلي چې په پاکستان کې صحافیان او د هغوی کورنۍ اکثر د امنیتي ادارو، سیاسي ګوندونو، وسله والو او د نورو ډلو له خوا ځورول کیږي او ورته دهړکې ورکول کیږي.

د امریکا خارجه چارو وزیر انتوني بلنکن پخپله وینا کې وويل، امریکا په څو څو وارې په پاکستان کې د صحافتي ازادۍ پورې تړلې ستونځې او انديښنې د پاکستاني چارواکو سره په ناستو او بحثونو کې راپورته کړي دي.

ښاغلي بلنکن وویل له پاکستان سره په یو شمېر برخو کې په څرګندو ګډو مفاداتو باندې همکاري لري:

"فکر کوم پاکستان سره زمونږ څرګنده او په راستۍ هلوځلو مونږ ددې جوګه کړو چې د دوی سره د بشري حقونو په ستونځو پراخه او دوامداره خبرې وکړو بلخصوص په صحافتي او مذهبي ازادۍ او د قانون په بالادستۍ".

د پاکستان حکومت په هېواد کې په میډیا باندې د قدعنونو لګولو تورونه هر وار رد کړي دي.

د امریکا خارجه وزیر دا وینا په داسې وخت کې کړې چې په پاکستان کې فریډم نیټ ورک ګروپ پخپل کالني رپوټ کې ویلي، په پاکستان کې د کال 2020 مې له میاشتې نه تر اپریل 2021 پورې په میډیا او صحافیانو پورې تړلې 148 پیښې د حملو او سرغړونو رپوټ شوې دي.

په دغو کې 6 صحافیان وژل شوي او د صحافتي ذمه واریو پوره کولو په وخت د 7 صحافیانو د تښتولو ناکامه هڅې شوې، 5 صحافیان تښتول شوي، 25 نیول شوي، 15 ځورول شوي او د 27 پرضد مقدمې جوړې کړل شوي.

رپوټ وایي ریاست د صحافیانو پرضد تر ټولو لوی خطر جوړ شوی او اوس د بلوچستان او قبایلي ضلعو غوندې اسلام اباد هم د صحافیانو لپاره په ګرد پاکستان کې تر ټولو خطرناکه ځای جوړ شوی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG