لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکې، چين، روس او پاکستان په قطر کې د افغانستان په اړه غونډه کړې


د امریکې، چين، روس او پاکستان استازو په 30 اپرېل د قطر په پلازمينه دوحه کې ليدلي، په بېن الافغاني خبرو کې د فريقېنو سره د مرستې يې ویلي چې خبرو ته دايمي شکل ورکړی شي او هراړخيز اوربند وشي.

د امریکې د بهرنيو چارو وزارت چې دغه ناستې ته د (غځېدلې ټرايکا، اېکټنډ ټرايکا) نوم ورکړی ويلي يې دي، ټرايکا د افغان حکومت د خبرو د پلاوي او طالبانو سره هم ليدلي دي.

د ليدنې په اړه د امریکاد بهرنيو چارو وزارت د ټرايکا ګډ بيان جاري کړی چې پکې ویل شوي،

"مونږ د افغان ولس لخوا د تل پاتې او په انصاف ولاړې سولې او د جګړې د خاتمې غوښتنه تاييدوو".

"مونږ بیا ټينګار کوو چې د افغانستان د مسلې حل پوځي نه دی بلکې د افغانانو په مشرۍ د سياسي جوړ جاړي خبرې يواځې د افغانستان د سولې او ثبات لاره ده".

"مونږ د 14 اپرېل په اعلان چې د افغانستان نه د امریکا او نېټو پوځونه ووځي د لومړۍ مې نه پېلېدونکی دغه عمل به د 11 ستمبر پورې سرته ورسي په دغه موضوع مو خبرې وکړې. مونږ ټينګار کوو چې پکار ده چې د بهرنيو ځواکونو د وتلو سره د افغانستان حالات ښه کېدو پله لاړ شي. مونږ په دې زور راوړو چې د بهرنيو ځواکونو د وتلو په مهال به د سولې د خبرو عمل ګډوډ نه شي، په افغانستان کې به هيڅ ډول ګډوډي نه رامنځته کيږي او د نړیوالو ځواکونو په خوندي توګه وتل به يقيني وي".

"مونږ د طالبانو نه تمه لرو چې د ترهګرۍ ضد لوظنامې ترمخه د افغانستان خاوره به د بل ملک پرضد د ترهګرۍ دپاره کارېدو ته نه پرېږدي او نه به د ترهګرو کورب توب کوي. مونږ د افغان حکومت نه هم تمه کوو چې افغان دولت به د ترهګرۍ ضد مبارزه جاري ساتي او د نړيوالې وررولۍ مرسته به کوي".

"مونږ په ټينګار سره په افغانستان کې په جګړه کې په ښکېل فريقېنو د تشدد کمولو او په طالبانو د پسرلني عملياتو نه پېل کولو غږ کوو. مونږ هغه بريدونه په سختۍ سره غندو چې عام اولس پکې په نخښه کيږي".

"مونږ ټينګار کوو چې په سفارتکارو به حمله نه کيږي او که څوک د بهرنيو سفارتکار په بریدونو او دړکو کې ککړ وي د قانون منګولو ته به راوستل کيږي".

"مونږ د افغان حکومت او سولې د عالي شورا نه غواړو چې د قامي سولې دپاره په ښکاره د طالبانو سره خبرې روانې کړي. او په افغانستان کې په زوره د راوستونکي حکومت ملاتړ به نه کوو".

"مونږ ملاتړ کوو چې په طالبانو د ملګرو ملتونو د 1988 کوم بندېزونه لګېدلي هغې ته بيا کتنه وشي. د طالبانو لخوا دې عملي ګامونه واخستل شي چې تشدد راکم کړی شي، بېن الافغاني خبرو دپاره دې مستقل هڅې وشي چې په بيا کتنه کې په طالبانو مثبتې اغېزې وي".

"مونږ د ترکي لخوا د بېن الافغاني خبرو دپاره د غونډې جوړولو په تياريانو خبرې وکړې په دغه لړ کې مو د ملګرو ملتونو او قطر هرکلی وکړو او په فريقېنو مو د سياسي جوړ جاړي او تل پاتې اوربند غږ وکړو".

"مونږ د قطر ستاينه کوو چې د دغو اوږدو خبرو کوربه توب کوي"، "مونږ د ملګرو ملتونو هرکلی کوو چې د افغان سولې او پخلاينې د عمل ملاتړ کوي".

"مونږ د داسې سياسي قرارداد ملاتړ کوو چې افغانستان پکې ازاد، خپلواکه، متحد، په امن، جمهوري، بې پرې وي، د ترهګرۍ او نشه يي توکيو څخه پاک وي. کوم چې کډوالو ته بيرته ستنېدو ته سازګار ماحول راجوړ کړي".

"مونږ په افغان حکومت او طالبانو غږ وکړو چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پرضد د ترهګرۍ دپاره ونه کاريږي".

"مونږ بيا تاکيد کوو چې د افغانستان د سولې په هر تړون کې د ټولو افغانانو حقونه خوندي وي، چې پکې ښځې، سړي، ماشومان، جګړه ځپلي او لږکۍ شامل دي. او پکار ده چې د افغانانو د اقتصاد، ټولنيز او سياسي پرمختګ په شمول دې د قانون د سرلوړۍ لېوالتيا ته دې ځواب وویل شي".

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG