لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې کرونا 146 نور مړه کړي، په هند کې پرې څلور لکه اخته شوي


کرونا وايرس په پاکستان کې تازه نور 146 کسان مړه کړي او 4696 پرې نور اخته شوي دي، بل لور ته په هند کې د راپورونو ترمخه په تير شوا روز کې څلور لکه کسان په کرونا اخته شوي دي.

امریکا د کرونا له امله په هند سفري بندېز لګولی دی.

په پاکستان کې د سرکاري شمېرو ترمخه په ملک کې په تیر شوا روز کې په کرونا اخته د نورو 146 کسانو د مړينې سره په ملک کې د کرونا څخه د ټولو مړینو شمېره 17زره 957 ته رسېدلې ده.

په تير شوار روز کې نور 4696 کسان په کرونا اخته شوي او د 130 روغتيايي حالت سخت شوی دی.

د پاکستان سره په ګاونډي هېواد هند کې د کرونا وبا په تېزۍ سره خوريږي.

راپورونه وايي په پرونۍ ورځ او شپه کې په هند کې تر ټولو زيات د څلور لکه پورې کسان په کرونا اخته شوي دي.

په هند کې د کرونا څخه تراوسه پورې ټول دوه لکه 11زره 853 کسان مړه شوي او يو کروړ، 91 لکه او 64 زرو نه زيات کسان پرې اخته شوي دي.

امریکا په هند کې د کرونا د تيزۍ او د کرونا د نوي ډول مخې ته راتلو وروسته د دغه هېواد څخه د پروازونو ودرولو ويلي دي.

د وال سټريټ جنرل د خبر ترمخه د سپينې ماڼۍ يو چارواکي ويلي د څلورمې مې څخه د هند نه امریکا ته پروازونه محدودوي.

بل لور ته د امریکا لخوا هند ته د کرونا د مخنيوي په لړ کې امدادي سامانونه هم روان دي.

XS
SM
MD
LG