لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې سېنټ ته د افغانستان پاکستان تر منځ د اقتصادي زون جوړېدو په اړه بِل وړاندې شوی


پېښور ـــ د امریکې د کانګرس او ریپبلکن ګوندونو سنېټرانو سېنټ ته د جمعې په ورځ یوه قانوني مسوده وړاندې کړې چې له مخې به یې د امریکې حکومت د افغانستان او پاکستان د پولو تر منځ یو بې ټیکسه زون جوړوي.

څېړونکي او د اقتصادي چارو پوهان وايي که چيرې امريکې حکومت له خوا د پاکستان او افغانستان پولې سره نژدې د صنعتي بستيو پروژه باندې کار پېل شو نو دې سره به په دغه سيمه کې مېشتو خلکو ته د روزګار موقعې په لاس ورشي.

څېړونکي دغه پروژه د جنګ ځپلو پښتنو سيمو د پرمختګ د پاره ډېره مهمه بللې او ويلي یې دي په تېرو وختونو کې دغه سيمې د پاکستان او چين په ګډه پروژه يعنې سيپيک کې هم نه وې شاملې کړی شوې.

د اقتصادي چارو ماهر او خېبرپښتونخوا چمبر او کامرس پخوانی مشر زاهد الله شينواری وي او اې ډيوه ته وايي دغه پروژه نوره هم غزول غواړي:

"په دې فري ايکسپورټ ډيوټي کې د امريکې په شمول اروپايي هېوادونه يعني پورپي يونين هم شاملول غواړي. پکار په دې چې خلکو ته په اسانه شرطونو پيسې ورکړل شي ولې چې دلته خلکو سره د کاروبار او صنعتونو لګول د پاره پيسې نشته".

نوموړي زياته کړه که خلکو ته پيسې ورکړل شوې نو بيا په دې کار کېدی شي او دې د لاسه دلته اقتصادي پرمختګ هم کېدای شي او خلکو ته به روزګار موقعې په لاس ورشي.

په وروستيو کې ملتپاله ګوندونو ويلي وو د سي پيک پروژې لاندې په غربي لاره کار پېل نه شو کومې سره به چې پښتونخوا او بلوچستان سيمو کې اقتصادي خوشحالي راغلې وای. دوی ويلي وو د غربي لارې ترڅنګ په دې باندې په پنجاب کې کار پېل شو او صنعتي بستۍ او نور تجارتي مرکزونه هلته جوړ شول.

د پېښور پوهنتون د اقتصادياتو څانګې مشر پروفيسر ډاکټر زلاکت خان وي او اې ډيوه ته وايي زما خپل فکر دا دی چې فایده خو به يې ډېره وي او خصوصي توګه پاکستان ته او افغانستان ته هم او که امريکه دغو دواړو هېوادونو ته د خپلو مارکېټونو نه د ټيکسونو نه مستثني رسايي صادارتو ته ورکړي نو ښکاره خبره ده چې دا به د دواړو هېوادونو په ګټه تمامېږي:

"امريکې ته هم دې نه دا ګټه رسېږي چې خپل وګړي به يې په اسانه او ارزانه بيعه باندې دې ځای ته لېږل شوي شايان اخلي. دلته په دواړو هېوادونو کې به خلکو ته روزګارونه ملاو شي، صادرات به ورسره سېوا شي او دلته د غريبۍ ختمولو سبب هم جوړېدای شي".

څېړونکي او د اقتصادي چارو پوهان وايي د ترهګرۍ په ضد جنګ کې ځپل شوو سيمو کې د خلکو د معاش ترڅنګ د دوی کورونه او بازارونه هم ړنګ شوي وو خو ولې اوس د امريکې حکومت له خوا دغه رنګه اقتصادي پروژې پېل کولو سره به نه يواځې د خلکو روزګارونه روان شي بلکې په سيمه به يو مضبت اثر هم ولري.

  • 16x9 Image

    فرید شینواری

    فرید شینواری د پښتونخوا د خیبر ضلعې اوسېدونکی او په پېښور کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر ټولنیزو، سیاسي او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. هغه له 2012م کال راهیسې له فرنټېر پوسټ انګرېزي ورځپاڼې سره کار کوي او له دې سره سره یې له بېلابېلو سیمه ییزو رېډيوګانو سره هم کار کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG