لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې دغیرمسلمه جینکو دجبري ودونو په اړه دناسمو معلوماتو خورونکو په ضد دګامونو اخستو پرېکړه


پاکستاني رسنۍ وایي حکومت دهاغو غیردولتي سازمانونو اؤ تنظیمونو په ضد دپلټنو پرېکړه کړې ده چې دغیرمسلمه کم عمره جینکو دجبري ودونو اؤ دجبر دلارې په هغوئ دمذهب بدلولو په اړه ناسمه پروپیګنډه کوي.

حکومت دا پرېکړه وروسته له هغې کړې چې دوه ورځې وړاندې یورپي یونین پاکستان کې دمذهب دسپکاوي دقانون نه د ناسمې استفادې په ضد یو پرېکړه لیک منظور کړو.

دمذهبي چارو دپاره دپاکستان د وزیراعظم استازی طاهر اشرفي وایي یوه مخصوصه طبقه پروپیګنډه کوي چې پاکستان کې هرکال دسوؤنو په شمیر دکم عمره غیرمسلمه حینکو مذهب بدلولی اؤ په زوره ودونو ته اړ کولی شي.

دپاکستان ایکسپریس خبري شبکې د رپورټ له مخې اوس حکومت پرېکړه کړې ده چې د هرهغه غیر دولتي سازمان اؤ تنظیم په ضد به پلټنې کوي څوک چې دا رقم دعوې له ثبوتونو پرته کوي.

رپورټ کې دپاکستان دمذهبي چارو د وزارت دسرچینو له خولې ویل شوي چې حکومت داپرېکړه له دې امله کړې چې یورپي یونین پاکستان کې دمذهب دسپکاوي دقانون څخه دناسمې استفادې اؤ په زوره دکم عمره غیرمسلمه جینکو د ودؤلو دعوې جواز جوړ کړی اؤ دپاکستان په ضد یې قرارداد منظور کړی دی.

رپورټ وایي اوس حکومت غواړي چې ددغسې بې ثبوته دعوؤ اؤ ناسمو پروپیګنډو مخه ونیسي.

رپورټ کې دمذهبي چارو دپاره دپاکستان د وزیراعظم استازي مولانا طاهر اشرفي له خولې ویل شوي چې ځېنې غیردولتي سازمانونه اؤ کسان دهیواد د ګټو په ضد فعالیتونه کوي.

هغه وایي یوه مخصوصه طبقه دپاکستان په ضد پروپیګنډه کوي چې دلته هر کال په سوؤنو غیرمسلمه کم عمره جینکو باندې په زوره مذهب بدلولی اؤ بیا ودولی شي خو تر ننه دغو خلکو دخپلو دعوؤ په هکله هیڅ ثبوت مخې ته نه دی راوړی.

تیره میاشت دپاکستان پارلیمان کې هم دلږکیو پارلیماني غړو په غیرمسلمه جینکو په زوره دمذهب بدلولو اؤ بیا ودونو ته اړ کولو معامله راپورته کړې وه اؤ غوښتنه یې کړې وه چې حکومت دې ددې عمل مخه ونیسي.

پخپله د د واکمن تحريک انصاف ګوند غړي لال چند هم پارلیمان کې تور لګولى ؤ چې د آرتي کماري په نوم یوه هندوه پېغله د تښتولو وروسته دې ته مجبوره کړى شوې چې خپل مذهب پريږدي او اسلام قبول کړي.

دقامي اسمبلۍ غونډه کې دحکومت مخالفه مسلم ليګ نواز ګوند د قامي اسمبلۍ یو بل غړي کيل داس کوهستاني هم دغه معامله راپورته کړې وه اؤ تور یې لګولی ؤ چې د هندوؤ پېغلو سره په جبر د ودونو او د هغوئ دمذهب بدلولو پيښې دوام لري خو د بده مرغه حکومت دوئ ته تحفظ ورکولو کې ناکام دی.

د پاکستان هندو پنچائیت نومې تنظيم دشميرو ترمخه تيرو دوؤ مياشتو کې سندهـ صوبه کې اته هندؤې جينکۍ تښتول شوي او بيا د دوئ سره جبري ودونه شوي دي.

دمطبوعاتي ريوټونو ترمخه د جبري ودونو له امله لويه شميره کې دهندوانو کورنیو ګاونډي هيواد هندوستان ته تيښته کړې ده خو دپاکستان حکومت دا خبرونه بيځايه بولي او د لږکيو د حقونو خوندي ساتلو پخلى کوي.

Recommended

XS
SM
MD
LG