لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرونا: پاکستان کې به راتلونکې اوونۍ خطرناکې وي، په مردان کې ټولبند ختم شوی


د پاکستان د پلاننګ او پرمختيا وزیر اسد عمر ویلي، په پاکستان کې به راتلونکې څو اوونۍ د کرونا په اړه خطرناکې وي، بل لور ته د خېبرپښتونخوا په مردان ښار کې د کرونا د زياتې شرح له امله لګول شوی ټولبند ختم کړی شوی دی.

اسد عمر چې په ملک کې د کرونا د مخنيوي دپاره جوړې کمېټۍ (اېن سي او سي) مشري هم لري په ټويټر يې ویلي،

"د يو کال نه زياته موده وشوه چې د کرونا وبا په نړۍ کې تباهي خوره کړې ده. د ورځې په سر پېښې د نهه لکه نه واوړېدې. د ورځې په سر مړينې د 15زرو نه سېوا شوې. نور احتياط ته ضرورت دی. په پاکستان کې به راتلونکې څو اوونۍ خطرناکې وي".

اسد عمر دغه خبره په داسې حال کې کړې چې په دوېمه مې په پاکستان کې د کرونا څخه 79 کسان مړه شوي او 4213 پرې اخته شوي دي.

خو له دې وړاندې نزدې يوه اوونۍ د ورځې په سرد 100 نه 200 کسان د کرونا څخه مړه شوي وو.

په پاکستان کې د کرونا څخه تراوسه پورې ټول 18زره 149 کسان مړه شوي او اته لکه 34زره 146 پرې اخته شوي چې پکې ويل شوي اووه لکه 28زره 44 ترې ښه شوي هم دي.

د سرکاري شميرو دا وخت په ملک کې په کرونا اخته 5377 کسان داسې دي چې روغتيايي حالت يې سخت دی.

بل لور د خېبرپښتونخوا په مردان ښار کې چې يوه اوونۍ وړاندې ټولبند (لاک ډاون) لګول شوی وو، ضلعې انتظاميې او د صوبايي اسمبلۍ غړو ویلي ټولبند ختموي.

د صوبايي اسمبلۍ غړي ظاهر شاه طورو پرون د اتوار/يکشنبې په ورځ ويلي په مردان کې د کرونا د مثبت پېښو شرح 27 فيصده راټيټه شوې ده ځکه دوی پرېکړه وکړه چې ټولبند ختموي.

په 25 اپرېل د خېبرپښتونخوا د وزيراعلی سلاکار کامران بنګش ويلي وو په مردان کې د کرونا وبا د مثبت پېښو شرح د 40 فيصده نه سېوا ده.

د مردان مرستیال کمشنر حبيب الله عارف ويلي د صوبايي وزیر عاطف خان په مشرۍ غونډه کې د ټولبند حکم د بلې حکمنامې پورې ځنډول شوی دی.

هغه ويلي په لوړ پوړې غونډه کې دغه پرېکړه شوې خو ويل شوي، تاجران، دوکانداران، سوداګريز مارکټونه او د څاروو منډيانې به د حکومت لخوا احتياطي تدابیر عملي کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG