لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شمالي وزیرستان: د شپې په حجره دننه ډزې شوي، ځايي مشر پکې وژل شوی


د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلع شمالي وزيرستان کې تيره شپه په يوه حجره دننه د نامالومه کسانو په ډزو کې يو ځايي مشر وژل شوی او بل ورسره ژوبل شوی دی.

د شمالي وزيرستان پوليس دغه پېښه تاييدوي او وايي تيره شپه دغه پېښه په دته خېل تحصيل کې رامنځته شوې او د ژوبل تن په مدعيت کې مقدمه درج شوې ده.

هغه وويل په مقدمه کې په چا دعوه نه ده شوې او ويل شوي دغه تن ويلي چې د چا سره یې شخصي دښمني هم نشته.

پوليس وايي د پېښې پلټنې يې پېل کړي دي.

ټريبيون ورځپاڼې ویلي، ملک فضل الرحمان د شپې د بل ملک ګلاب په حجره کې د ملګري سره وو، په نيمه شپه کې نامالومه کسان راغلي په دوی يې ډزې کړي، فضل الرحمان پکې وژل شوی او ملګر يې ژوبل شوی دی.

ملک ګلاب د دغه پېښې تاييد کړی دی.

په شمالي وزیرستان کې وخت په وخت د هدفي وژنو پېښې رامنځته کيږي.

د سرکاري شمېرو ترمخه روان کال په شمالي وزيرستان کې د هدفي وژنو بېلابيلې 19 پېښې شوي دي.

په دغو پېښو کې د يوې غېر دولتي ادارې سره کار کوونکې څلور ښځې هم وژل شوې وې.

د شمالي وزیرستان د پوليس مشر (ډي پي او) شفيع الله ګنډا پور او مرستيال کمشنر شاهد علي په 24 اپرېل په ګډه په ميرانشاه پرېس کلب کې خبري غونډې ته ويلي وو چې په شمالي وزيرستان کې د وژنو څومره پېښې کيږي دا ټولې دې د هدفي وژنو سره ونه تړل شي.

دوی ويلي وو چې هره پېښه هدفي وژنه نه وي.

دوی تور لګولی وو چې خلک ورسره په پلټنو کې مرسته نه کوي.

دوی زياته کړې وه چې دلته خلک په شخصي دښمنو کې ووژل شي او بيا ورته د ترهګرۍ نوم يا رنګ ورکړی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG