لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

رپوټ: نړۍ کې د خوراک له کمښت سره د مخ هېوادونو بحران ډېر شدید شوی


واشنګټن ـــ د خوراک د کمي د مخنیوي لپاره د نړیوالې ډلې ګلوبل نیټ ورک اګینسټ فوډ کرایسس په خپل کلني رپورټ کې ویلي دي چې د تېر کال په نسبت په روان کال کې د خوراک له کمي سره د مخ خلکو شمېره سېوا شوې ده.

په دغو هېوادونو کې چې د خوراک له کمښت سره مخ دي یمن، سوریه، هېتي او افغانستان هم شامل دي.

د خوړو د بحران د مخنیوي لپاره په شریکه کارکوونکي د ملګرو ملتونو نړیوال الاینس، سرکاري او غیرسرکاري ادا رو په خپل کلني رپورټ کې ویلي دي چې په 2020م کال کې د خوړو بحران سره مخ ملکونو کې د لوږې سره د مخ خلکو شمېر په تېرو پینځو کالو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دې.

د ګلوبل نیټورک اګینسټ فوډ کرایسس په رپورټ کې ویل شوي چې په تېر کال کې په 55 هېوادونو کې لږ تر لږه پنځلس کروړه پنځوست لکه خلک د خوړو د انتهايي بحران سره مخ شوي دي.

د رپورټ ترمخه د تېر کال په مقابله کې د خوړو د بحران سره مخ کسانو په شمېر کې نیزدې د یو کروړ خلکو اضافه شوې ده، کوم چې د تشویش خبره ده او لیدل شوي چې په تېرو پینځو کالو کې د خوړو بحران مسلسل په بره روان دی.

د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې د ادارې ایف اې او ایمرجنسي اینډ ریزیلینس مشر ډومینک برجون وایي، تېر کال د ډېرو شایانو په وجه د انسانیت لپاره یو ډیر بد کال وو:

"دا رپورت چې یو بل څیز هم د دې بشري ستونزو سره سره په ګوته کوي هغه دا دې چې تېر کال پنځلس کروړه او پنځوس لکه ښځې، ماشومان او سړي د خوراک د انتهايي بحران سره مخ وو".

د 2021م کال ګلوبل رپورټ ان فوډ کرایسس یعنې د خوړو د بحران نړیوال رپورټ دا خبره تایید کړې چې د کوویډ ناینټین د یو کال وروسته د وایرس د مخنیوي او د وبا په وجه هغه خلک چې د موسمي بدلون او د شخړو له وجې د بحران سره مخ وو، په دغو ستونزو کې لا نوره اضافه شوې ده.

د وبا په وجه اقتصادي ستونزو تفریق نور هم سېوا کړی دی او د خوړو په نړیواله او مقامي اډانه کې کمی يې هم راښکاره کړی دی، ځکه هغه ډلې چې د وړاندې نه له ستونځو سره مخ وې هغه یې تر ټولو زیاتې ځپلې دي.

په 2020م کال کې د خوړو له بحران سره د مخ ملکونو نومونه د بحران په کچه په دې ترتیب کې وو. وړومبی تر ټولو زیات ځپلی ډیموکریټک ریپبلک اف دي کانګو وو، بیا یمن، افغانستان، شام، سوډان، شمالي نائجیریا، جنوبي سوډان، زمبابوې او هیټي وو.

په 2020م کال کې د خوړو د بحران سره مخ پینځلس کروړه پینځوس لکه خلکو کې لس کروړه دېرش لکه خلک په دې لسو ملکونو کې ژوند کوي.

په تېر کال کې افریقايي هیوادونه د خوړو د نړیوال بحران سره مخ ملکونو 60 فيصده برخه لري. د خوړو د انتهایي بحران معنا دا ده چې دا خلک خپلې کورنۍ ته خوراک نه شي پوره کولای او د ژوندي پاتې کېدو لپاره د کور سامان خرڅولو او قرض اخستلو ته مجبوره وي.

ډومینک برجون وایي د تیر کال په مقابله کې دوه کروړه نور خلک هم د خوراک د انتهايي بحران سره مخ شوي دي، وایي د دې بحران غټه وجه د شخړو په وجه په نړیواله کچه د خوراک بحران رامخې ته کېدل وو، د هغې نه پس اقتصادي ستونزې او موسمي بدلون لا نور عوامل وو.

برجون وايي په لرې پرتو کلیوالو سیمو کې چې کوم خلک د خوړو د بحران سره مخامخ دي، دوی سره په سمدستي توګه د مرستو ضرورت دی. ښاغلی برجون زیاتوي، د قحط مخنیوي لپاره ضروري ده چې په کوم ځای کې د دې ضرورت وي هلته دې خوراک پیدا کړل شي:

"مونږ ته د تجربې نه دا معلومه شوی ده چې که هر څومره شخړه یا لانجه وي په هغې کې هم دا ممکن ده چې خلکو سره مرستې وشي چې هغوی د ژوندي پاتې کېدلو لپاره خوراک پیدا کړي. که هر څه او هر څومره بد حالات وي، کروندګر کروندګر وي، هغه به د کر کوشش کوي. زمونږ دا هدف دی چې هغوی سره په کر کې مرستې وکړو".

ډومینک برجون زیاته کړه چې د لوږي او قحط د مخنیوي لپاره په پراخه کچه د ګامونو پورته کولو لپاره دوی د سرکاری او غیرسرکاري ادارو سره مرستې کوي.

XS
SM
MD
LG