لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اړیکو سمولو لپاره له جنرل باجوه وروسته عمران خان سعودي ته ځي


واشنګټن ـــ‌ د سعودي شهزاده محمد بن سلمان په بلنه به وزير اعظم عمران خان د سبا نه سعودي عرب دوره پيل کوي. له دې وړاندې د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرل قمر جاويد باجوه هم سعودي عربستان ته رسيدلى دی.

د پوځ د عامه اړيکو د څانګې آی ايس پي آر د خبر تر مخه د جنرل باجوه او د سعودي ځواکونو مشر جنرل فياض بن حمد الرويلي تر منځ ملاقات کې د دوه اړخيزو دفاعي چارو او افغان امن عمل باندې خبرې اترې شوې دي.

د تېر کال په اګست مياشت کې د پاکستان د پوځ سرلښکر هغه وخت هم د سعودي عرب سفر کړى وو چې د پاکستان د باندنيو چارو وزير شاه محمود قريشي له خوا د کشمير په سر سعودي مخالفه بيان له امله د دواړو هېوادونو تر منځ دوه اړخيزې اړيکې ترينګلې شوې وې.

د دفاعي چارو څېړونکى ډاکټر حسن عسکري وايي داسې ښکاري دواړه هيوادونه د تناو د ماحول نه راوتي دي او پاکستان د سعودي عرب له خوا له خليجي هيواد قطر سره د سفارتي اړيکو پر ځاى کېدو او د ايران سره د ښو اړيکو لرلو بيان په خپله ګټه هم ګڼي ځکه د پاکستان وزير اعظم او د پوځ سرلښکر يو ځاى د سعودى عرب دوره کوي چې د راتلونکې تګلارې په اړه د سعودي قيادت سره خبرې وکړي.

له وي او اې ډيوه سره خبرو کې حسن عسکري وويل وزير اعظم عمران خان او د پوځ سر لښکر به د سعودي قيادت سره د افغان سولې پروسه او د هند سره اړيکو باندې هم خبرې کوي ځکه چې وایي پاکستان ګڼي سعودي عرب د هند سره د مذاکراتو په اړه مهم کردار لوبولاى شي.

بل اړخ ته د بشري حقونو تنظيمونو د عمران خان د دورې په وخت د سعودي شهزاده محمد بن سلمان له خوا 2,500 نه زيات پاکستاني قيديانو د خوشى کولو لوظ عملي کېدو غوښتنه کړې ده.

د جسټس پراجيکټ آف پاکستان په ګډون شپږو تنظيمونو له خوا جاري کړى شوي ګډ بيان ترمخه د روژې مياشت موقع ده چې په سعودي جېلونو کې بنديوان 2,500 نه زيات پاکستاني قيديانو باندې رحم وشي او دوی خوشي کړى شي.

په 2019م کال په فرورۍ مياشت کې د پاکستان د سفر په وخت شهزاده سلمان د پاکستاني قيديانو د خوشي کېدو اعلان کړى وو.

د پاکستان حکومت د شهزاده سلمان ددغه لوظ په بنیاد د قيديانو د خوشي کېدو دعوه کوي او د باندنيو چارو وزارت له خوا لاهور هايکورټ ته ورکړى شوي يو رپورټ کې هم دا خبره تایید شوې ده.

خو د قيديانو د حقونو لپاره د کارکوونکي جسټس پراجيکټ آف پاکستان کارمند محمد شعيب په حکومتي دعوو بې باوري ښیي. له وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه ويلي دوی لاهور هايکورټ ته د ورکړى شوي نوملړ جاج اخیستی:

"یواځې 89 قيديان د شهزاده سلمان د حکم وروسته خوشي کړى شوي دي او پاتې د دغه امر نه وړاندې بيرته پاکستان ته راغلي وو".

د بشري حقونو تنظيمونه بيا د سعودي عرب په جېلونو کې د مخدره موادو د کاچاک په تور د سزا شوو پاکستاني قيديانو د ژوند په هکله هم اندېښمن دي.

د دوی تحقيق ښیي چې په سعودي عرب او ايران کې په هرو لس تنو سزا شوو قيديانو کې د نهه تنو سر د مخدره موادو د کاچاک په تور قلم کيږي او په سعودي عرب کې د مرګ په سزا شوو قيديانو کې د پاکستاني وګړو شمېر 57 فيصده دی.

بلې خواته په سعودي عرب کې د پاکستان سفير بلال اکبر د وزير اعظم عمران خان په دوره کې د پاکستاني قيديانو په معامله خبرې کېدل تایید کړي‌ دي. سعودي مطبوعاتو سره په خبرو کې هغه هيله څرګنده کړې چې د وزير اعظم د دورې په نتيجه کې به د قيديانو د خوشي کېدو عمل ګړندى شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG