لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې کرونا نور 140 مړه کړي، په اختر کې به سخت لاک ډاون وي


په پاکستان کې په کرونا وايرس اخته نور 140 کسان مړه شوي او نورو 4298 ته کرونا وايرس ورپورې شوي دي. بل لور ته په هند کې په يو شوا روز کې څلور لکه 14زره کسان په کرونا اخته شوي 3920 ترې مړه شوي دي.

په کستان کې د وړوکي اختر په موقع د سخت لاک ډاون لګولو ويل شوي دي.

د پاکستان د سرکاري شمېرو ترمخه په ملک کې د کرونا څخه د مړينو ټوله شمېره 18677 ته رسېدلې ده.

ويل شوي په ملک کې ټول اته لکه 50زره 131 کسان په کرونا اخته شوي او اووه لکه 47زره 755 ترې ښه شوي هم دي.

ويل شوي چې دا وخت په ملک کې په کرونا وايرس اخته 5177 کسان داسې دي چې روغتيايي حالت يې سخت دی.

په پاکستان کې چارواکي وايي د کرونا وبا درېمه څپه په تېزۍ سره خوريږي روانه ده.

د پاکستان د وزيراعظم دفتر ويلي، په ملک کې د کرونا زياتو پېښو ته په کتو حکومت په دې اختر د مکمل لاک ډاون سخته فېصله کړې ده.

د خلکو نه غوښتنه شوې چې د کرونا د خورېدو د مخنيوي دپاره په جوړو احتیاطي تدابيرو دې په سختۍ سره عمل وکړی شي.

د کرونا د مخنيوي دپاره جوړې کمېټۍ (اېن سي او سي) ويلي، د مې د اتمې څخه تر 16 پورې به د ساعت تيري او سېلګرۍ ځايونه، هوټلې او رسټورانټونه په بشپړ ډول بند وي.

ويل شوي خلک دې د خېبرپښتونخوا د سېلګرۍ ځايونو ته د تلو څخه ډډه وکړي.

بل لور ته په هند کې د کرونا وبا په تيزۍ سره روانه ده خوريږي.

د امریکې د جان هوپکنز پوهنتون د شمېرو ترمخه په هند کې تراوسه پورې دوه کروړه، 14لکه 91زره 598 کسان په کرونا اخته شوي دي.

ويل شوي په هند کې تراوسه پورې دوه لکه 34زره 83 کسان د کرونا څخه مړه شوي دي.

د جان هوپکنز پوهنتون د شمېرو ترمخه په نړۍ کې تراوسه پورې ټول 32لکه 56زره 425 کسان مړه شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG