واشنګټن – د روغتیا نړیوالې ادارې یا ډبلیو اچ او په نړۍ کې د چینايي واکسین بیړنۍ ورکړې ته اجازه ورکړې.
د چین د حکومتي درمل جوړونکې کمپنۍ سینوفارم لخوا جوړ شوی دغه واکسین لومړنی واکسین شو چې د لویدیځو هېوادونو لخوا نه دی جوړ شوی او د ډبلیو اچ لخوا تصویب شوی.
د جمعې د ورځې له دغه اعلان سره دا لومړنی ځل دی چې د روغتیا نړیوالې ډلې د یو مکروبي (انتاني) ناروغۍ لپاره د چین یو واکسین تصویب کړ.
د چینايي کمپنۍ سېنوفارم لخوا د کورونا لپاره جوړ شوی واکسین تر اوسه پورې په سلګونو میلیونو کسانو ته په چین او د نړۍ په نورو برخو کې ورکړل شوی.
د ډبلیو اچ او له دې پرېکړې سره اوس د سېنوفار واکسین هم د ډبلیو اچ او د کواکس پروګرام کې داخلېږي، هغه پروګرام چې له مخې یې غریبو هېوادونو ته د کورونا واکسین رسېږي.
ډبلیو اچ دا هم ویلي، چې دوی کولای شي د چین دوهم واکسین ته هم چې د سینواک بایوټېک لخوا جوړ شوی د راتلونکې اونۍ په سر کې اجازه ورکړي.
ډبلیو اچ او تر دې مخکې، د اسټرازېنېکا، جانسن انډ جانسن، مډرنا او فایزر بایوټېک واکسینونه هم د بیړني استعمال ته تصویب کړي دي.