لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په سوشل میډيا نیوکې:دپاکستان مذهبي ګوندونه فلسطین ویني،افغانستان ورته نه ښکاري


پاکستان کښې پښتون ملت پاله سياسي ګوندونو د کابل پرونۍ چاودنه غندلې او سخت غبرګون یې ورته ویلی دی خو په مذھبي سیاسي ګوندونو بیا سختې نیوکې شوي چې فلسطین ورته ښکاري خو د خپلو پښتنو افغانانو په وژنه سترګې پټوي.

د عوامي نيشنل پارټۍ مشر اسفنديار ولي خان وایي بېګناه افغان بچي په نخښه کول د بشريت په نامه داغ دی.

تیرمام دکابل لویډیزې برخې دشت برچي کې د”سید الشهداء” ښوونځي ترڅنګ شوې بمي چاودنه کې تر ۵۰ ؤ زیات کسان وژل شوي اؤ د۱۵۰ نه زیات ژوبل شوي وؤ.

دنړۍ دسیاسي اؤ حکومتي مشرانو ترڅنګ په ټولنیزو رسنیو هم دې برید ته سخت غبرګون ښودل شوی اؤ دا دبشریت ضد عمل بلل شوی دی.

ډيوه سره د ټيلي فون د لارې خبرو کښې د عوامي نيشنل پارټۍ صوبائي سيکتر سردار حيسن بابک ویلي دي چي په لر او بر پښتون وطن کښې د پښتنو نسل کشي روانه ده خو نړۍ پرې سترګي پټې کړې دي۔

بابک وويل " د پښتنو پۀ دې غم دنړۍ تر ټولو ستر اسلامي هیواد سعودي عرب غلی دی، عالمان خاموش دي، دپنجاب سياسي قيادت خپلې شونډې ګنډلې دي، مذهبي مشران غلي دي او بيا د افسوس خبره دا ده چې د پښتنو خپلو عالمانو هم پۀ دې پيښه ځان غلی کړی دی"

د بابک پۀ خبره دلته مونږ دپاکستان حکومت نه غوښتنه کوؤ چي ولي دوئ خاموشه دي ؟

"افغانستان خو د پاکستان ګاونډي دی او د ګاونډي ډېر حق وي، پکار ده چې دواړه هيوادونه د رورولۍ او اعتماد اړيکې جوړې کړي چې د رهه ګرۍ مخه ونيول شي"

د قومي وطن پارټۍ مشر آفتاب احمد خان شير پاؤ هم د کابل بريد غندلی او د ټولنيزو رسنيو له لارې ئې خپل پيغام کښې کابل کښې په روانه بدامنۍ اندېښنه ښکاره کړې ده.

هغه ویلي دي چې دومره په چټکتیا سره افغانستان کښې روانه بدامني او د تشدد ډک ماحول د دوحې د ځنډ ښکار دامن خبرې نورې هم کړکیچنوي.

ددغه ګوند دخیبر پښتونخوا صوبې مشر سکندر حيات خان شير پاؤ پۀ دې اړه ډيوه ته وویل" دڅو ورځو راهسي کابل کي وينه بهيږي چې مونږ پرې ډېر انديښمن يو، ماشومان په نخښه کول ډېر ناوړه ګام دی او داسې رقم پېښو سره به بين افغاني مزاکراتو ته ډېر زیان ورسیږي"

هغه وویل دافغانستان دننه او بهر ټولو قوتونو ته پکار ده چې د افغانستان امن کښې خپل کردار ولوبوي ځکه چي د افغانستان امن ټولې منطقې سره تړلی دی.

بل لوري ته په ټولنيزو رسنيو دکابل دپرونۍ چاودنې په اړه د پاکستان په مذهبي قيادت سختې نيوکې روانې دي او خپلو بيلا بيلو پوسټونو کي دسوشل میډيا فعالینو ليکلي دي چې دبېګناه ماشومانو په بي دردي سره پۀ وژلو د مذهبي مشرانو له لوري غلي پاتي کيدل دفکر خبره ده.

پاکستان کې په ټولنیزو رسنیو په ځانګړي ډول د جمعيت علماء اسلام پۀ مشر مولانا فضل الرحمن او دجماعت اسلامي پۀ امير سراج الحق سختي نيوکې شوې دي چي دوئ خو په زرګونو ميلیونه دلري فلسطينيانو غم خوار دي خو د کابل په خونړۍ پيښه غلي دي.

خو دجماعت اسلامي مرکزي امیر سراج الحق پۀ دغه پېښه دسخت خفګان څرګندونه کړې او د ټویټر له لارې ئې ويلي چې پۀ ماشومانو بريد د افسوس او شرم وړ دی.

د مولانا فضل الرحمان يا د هغه د ګوند لخوا په دغه اړه څۀ بيان مخې ته نه دی راغلی۔

وي او ای ډېوه سره خبرو کښې د جماعت اسلامي صوبائي امير سینیټر مشتاق احمد خان کابل کښې د سکول په ماشومانو بريد غندلي او وئيلي یې دي چي دا د ترهګرۍ بدترين مثال دی۔

هغه وویل چي "دغه پيښه درندګي ده او يو غير بشري ګام دی مونږ ددې چاودنې سختو ټکو کې غندنه کوؤ، مونږ افغان ملت ټولو ډلو، متحده قامونو او ګاونډي هيوادنو ته وايو چې افغانستان کښې د امن دپاره دخپلې برخه کردار ولوبوي"

د پاکستان حکومت هم سر ښار کابل کښې دشوي بريد غندنه کړې ده اؤ د خارجه دفتر د لوري جاري شوي بيان کي ویل شوي چې پاکستان پۀ دې سخت وخت کښې د افغانستان سره خواخوږي اؤ دهر ډول ترهګرۍ غندنه کوي.

بيان کښې وئيل شوي چې پاکستان به افغانستان کي د تلپاتي امن، خوشحالۍ او پرمختګ دپاره خپلې مرستې دوام داره ساتي۔

افغان ولسمشر اشرف غني کابل کې دتیرې ورځې د شوې دې خونړۍ چاودنې مسولیت په طالبانو ور اړولی خو طالبانو ویلي هغوئ دې چاودنه کې لاس نه لري

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG