لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زابل: د مسافرو په بس چاودنه کې11 تنه مړه، 25 ټپيان شوي


د افغانستان په زابل ولايت (صوبه) کې تيره شپه د مسافرو وړونکی بس د چاودنې ښکار شوی چې پکې لږ تر لږه 11 تنه مړه شوي اود ماشومانو او ښځو په ګډون پکې 25 نور ټپيان شوي دي. په پروان کې هم په يو وړوکي بس چاودنه شوې دوه تنه پکې مړه او نهه پکې ټپيان شوي دي.

د رويټرز ترمخه د زابل د والي (ګورنر) ویاند ګل اسلام سيال ويلي دغه پېښه د اتوار په شپه ناوخته شوې ده.

ياد بس چې د چاودنې ښکار شوې د کابل نه د کندهار په لور روان وو.

افغان رسنیو د کورنيو چارو د وزارت له قوله ویلي په چاودنه کې د 38 پورې کسان ټپيان شوي چې پکې ښځې او ماشومان شامل دي او په دوی کې د ځينو روغتيايي حالت مرګونی دی.

چارواکو ويلۍ د مسافرو بس د زابل په شهرصفا ولسوالۍ (ضلع) کې د سړک غاړې ښخ دوه ماينونو د چاودنې ښکار شوی دی.

د امریکا غږ اشنا ترمخه د زابل پوليسو تور لګولی چې ماينونه طالبانو ځای په ځای کړي وو.

طالبانو د دې خبر خپرېدو پورې په دغه اړه څه نه دي ویلي.

د رويټرز ترمخه نن د ګل په سهار په پروان صوبه کې د مسافرو یو بل ګاډی هم د چاودنې ښکار شوی چې پکې دوه تنه وژل شوي او نهه نور ټپيان شوي دي.

په زابل کې د مسافرو په بس چاودنه په داسې حال کې شوې چې طالبانو پرون په نهمه مې د وړوکي اختر په درېو ورځو کې اوربند اعلان کړی دی.

په اتمه مې په کابل کې د جينکو سکول مخې ته چاودنه شوې چې پکې د رویټرز ترمخه د مړو شمېره 68 ته سېوا شوې او له دغې وړاندې تيره اوونۍ په لوګر کې په يوه چاودنه کې 27 تنه وژل شوي وو.

د افغانستان صدر اشرف غني د دې دواړو پېښو په خاطر نن د نهې/سې شنبې ورځ (10 مې) په ټول ملک کې د ماتم ورځ اعلانه کړې ده.

په افغانستان کې د تشدد پېښې په داسې حال کې سېوا شوي چې امریکا د افغانستان څخه د خپلو ځواکونو ويستلو اعلان کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG