لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوټه: تجارانو د حکومتي بندېزونو پرضد احتجاج پېل کړی


په بلوچستان صوبه کې د تاجرانو تنظيمونو احتجاج پېل کړی چې حکومت د کرونا له امله کوم بندېزونه لګولي بازارونه يې بند کړي دغه بندېز يا ټولبند دې ختم کړی شي.

احتجاجي تجارانو او دوکاندارونو د کوټې په ښار کې احتجاجي لاريون کړی او د کوټې پر منان چوک کې احتجاجي غونډه پېل کړې ده.

د احتجاج منتظيمن وايي د بلوچستان د اعلا وزيرجام کمال د دفتر مخې ته به ټوليږي او هلته به احتجاج کوي.

پوليسو د وزيراعلی کور پله تلونکې لارې تړلي او احتجاج کوونکو ته يې اجازه نه ده ورکړې.

د تجارانو د تنظيم انجمن تجاران بلوچستان مشر رحيم کاکړ وايي د ټول بنديز له امله وتجارانو ته د اربونو روپيو تاوان رسېدلی دی.

هغه وويل حکومت دې تر اختره پورې د ټول بنديز ختمولو اعلان وکړي، دوی به خپل احتجاج ختم کړي.

خو د کوټې مرستيال کمشنر اورنګ زېب باديني وايي احتجاج د هر چا جمهوري حق دی خو د هغه په خبره چا ته دا اختيار نه ورکوي چې د قانون ضد ګام دې واخلي.

اورنګ زېب باديني زياته کړه چې په تيرو څو مياشتو کې يې د دوکانونو خلاصولو او سرغړونې کولو پرضد تر 200 زياتې مقدمې جوړې کړي دي.

احتجاج کوونکي سوداګر وايي دوکانونه خلاصوي که ناوړه پېښه کيږي زمه وار به يې حکومت وي، خو حکومتي چارواکي وايي که څوک د قانون سرغړونه کوي حکومت به يې مخه نيسي او قانون به يې پرضد کارول کيږي.

د کرونا د مخنيوي دپاره جوړې سرکاري قومي کمېټۍ (اېن سي او سي) په څلورمه مې په ټويټر ويلي وو، د اتمې مې څخه تر 16 مې پورې په د اختر په موقع د خوراکي توکيو او ضروري څيزونو نه علاوه نور ټول هر څه بند وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG