لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په غزه د بریدونو دپاره د اسرايل ځمکنی پوځ د هوايي ځواک سره یو ځای شوی


د غزه په پټۍ د بريدونو دپاره د اسرايل ځمکنی پوځ د جمعې په سهار د خپل هوايي ځواک سره يو ځای شوی دی.

د اسرايل د دفاع ځواک په ټويټر ویلي پوځ يې د غزه په پټۍ بريدونه کوي خو وروسته یې بيا ويلي منځني سم مالومات يې نه وو شریک شوي، او سپيناوی يې کړی وو چې پوځ يې د اسرايل د خپلې پولې نه توپونه کاروي.

د اسرايل وزيراعظم بېنجمن نېتن ياهو ويلي د حماس نه به دروند قيمت واخلي، هغه ويلي دغه کار کوي لګيا دي او د دې دپاره به دروند ځواک وکاروي.

د اسرايل سره په پوله د غزه په پټۍ کې استوګنو رويټرز ته ويلي دغلته يې په ځمکه د اسرايل پوځ نه دی ليدلی خو د هوايي بريدونو سره يې د درنې وسلې د ډزو غږونه اورېدلي دي.

د اسرايل او غزه ترمنځ نښتې او بريدونه چې پينځمې ورځې ته رسېدلي د ملګرو ملتونو امنيتي شورا (سيکيورټي کونسل) ویلي د اتوار/ يکشنبې په ورځ به په دغه شخړه بحث وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې لينډا تومس ګريفيلډ ویلي،

د ملګرو ملتونو امنيتي شورا به د اتوار په ورځ د اسرايل او غزه په حالاتو بحث وکړي او امریکا به په لوړ پوړې کچه سفارتي هڅې روانې ساتي چې دغه تاو تريخوالی راکم کړي.

د وړوکي اختر په ورځ هم دغه جګړه روانه وه.

د غزه د صحت وزارت ويلي په دغه جګړه کې تراوسه پورې 103 فلسطينيان وژل شوي چې پکې 27 ماشومان او 11 ښځې هم شامل دي.

ويل شوي 350 پکې ټپيان شوي هم دي. او په اسرايل کې د يو ماشوم په ګډون اووه اسرايليان وژل شوي دي.

د اسرایل پوځ ویلي د زيارت په ورځ د لبنان د لوري اسرايل پله درې ميزايل داغل شوي خو هغه بحېره روم ته رسېدلي او کوم مرګ ژوبله يې نه ده اړولې.

دزيارت په ورځ د فلسطين وسله والې ډلې حماس په اسرايل نورې راکټې داغلي او اسرايل د غزه په پټۍ نور هوايي بريدونه کړي دي.

د غزه پټۍ ته د اسرايل د ځمکني پوځ او ټېنکونو تلو په ځواب کې د حماس وياند ابو عبېده ويلي، ډله يې د ځمکني عملياتو څخه نه ويريږي او زياته کړې يې ده ځمکني عمليات به يې پوځ ته د مرګونو يا ځواکونو نيولو موقع ور برابره کړي.

د 2014 وروسته د حماس او اسرايل ترمنځ په غزه کې دا غټ وژونکي عمليات شوي دي.

د امریکې د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن د اسرايل په عامو وګړو د حماس بريدونه غندلي او د اسرايل د وزيراعظم بېنجمن نېتن ياهو سره يې په خبرو کې ویلي، اسرايل د خپلې دفاع حق لري او فلسطينيانو ته حق حاصل دی چې د امنيت د احساس سره ژوند وکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG