لاس رسیدونکی لینک

 
بايډن: امریکايانو چې د کرونا دوه ويکسين لګولي ماسک اچولو ته ضرورت نه لري
تازه خبر

بايډن: امریکايانو چې د کرونا دوه ويکسين لګولي ماسک اچولو ته ضرورت نه لري


د امريکې صدر جوبايډن ويلي هغو کسانو ته د ماسک اچولو ضرورت نشته کومو چې ويکيسن لګولي دي خو هغه خلک چې ويکسين يي نه دي لګولې په هر حال دې ماسک اچوي.

د سپېنې ماڼۍ په روزګارډن کې خبري غونډي ته نوموړي ويلي دا خبره د سنټر فار ډيزيز اېنډ کننړول (سي ډي سي) نومې ادارې په سپارښتنه کوي کوم چې د امريکې د پاره يوه ښه ورځ ده.

صدر بايډن ويلي سي ډي سي سپارښتنه کړې چې په امریکا کې په عامو ځايونو يا په عامو اجتماعاتو کې بغېر ماسک نه تللی شي. مرستيالې صدرې کامېلا هيرس هم د جوبايډن سره په خبري غونډه کې شريکه وه او دواړه ماسک نه وو اچولی.

د وي او اې اردو د خبر تر مخه داسې اټکل کيږي چې د دې سره به عادي ژوند ته د راتلو لار هواره شي.

صدر بايډن بيابيا دا خبره وکړه چې د دولسو کالو نه زيات عمر لرونکي وګړي دې ويکسين ولګوي ځکه چې دا د هغوی د شخصي تحفظ د پاره مهمه ده.

نوموړي دا هم ويلي چې اوس د ويکسين لګولو مرکزونو ته تللو د پاره د وړاندې نه د وخت اخستو ضرورت نشه .

صدر بايډن ويلي چې د جولايۍ د مياشتې پورې به 70 فيصده امريکايانو ويکسين لګول شوي وي، د سرکاري شمېرو ترمخه تر اوسه170 ملينه امریکايانو يعني د ابادۍ35 فيصده خلکو ته دوه دوه ويکيسن لګول شوي دي.

د يو سوال په جواب کې چې کومو کسانو ويکسين لګولي هغه د يو بل سره لاس ملاوهلی يا روغبړ کولی شي په جواب کې ورته صدر وويل امريکانيانو يو لوي سفر کړی دی، د وبا په وخت لګېدلو بندېزونو باندې په عمل کولو نوموړي د امريکايانو مننه وکړه او ويل يي د امريکانيانو ډيرې ښې ورځې پېل کېدو واله دي.

د امريکا سنټر فار ډيزيز اېنډ کنټرول دا فېصلې په امريکا کې د کرونا وايرس نه د اغيزمن کيدونکو مريضانو په شمېر د کمي راتلو پس کړي دي او دا يې په ډاګه کړې که چرته په وبا کې دوباره تيزي راځي نو په سپارښتنو کې بدلونونه هم راتلی شي.

د سرکاري شمېرو ترمخه په امريکا کې د لومړو اته مياشتو په مقابله کې د کرونا نه کيدونکږ مرګونو په کچه کې کمی راغلی دی، روان کال د جنورۍ پورې په امريکا کې د روزانه په حساب درې زره خلک د کرونا څخه مړه کيدل او دا شمېر اوس شپږ سوه ته راټيټ شوی دی.

د سي ډي سي يو چارواکي ويلي چې د نړۍ راټول کړل شوو معلوماتو څخه دا څرګنديږي چې د ويکسين لګولو سره په دنيا کې وايرس په تيزۍ سره خوريدو او د بدليدونکو قسمونو نه هم تحفظ ورکوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG