لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان شبنم مبارز په اردن کې د ښځو فټبال لوبه کې نړیوال ریکارډ جوړ کړی.


وي او ای ډیوه ته په یوه ځانګړې مرکه کې شبنم مبارز ویلي ٫٫ د لوبو سره يې د وړوکوالي مېنه لرله او د کورنۍ د غړو مرستو او بیا د خپل پلار له خوا دغه لوبې ته هڅولو له وجې د فټبال میدان ته رااوته.

په ډنمارک کې مېشت د افغانستان د ښځو د ملي فټبال لوبډلې مشرې شبنم مبارز په اردن کې د افغانستان په نماېندګۍ نړیواله جاېزه ګټلې.

شبنم مبارز وي او ای ډیوه ته ویلي په اردن کې د دغه هیواد د ۷۰۰ جېنکو د کوچنګ یا زدهکړو په لوبو کې هغې د افغانستان په نماېندګۍ ګډون کړی او په دغه لړ کې يې څلور لوبې ترسره کړي. شبنم مبارز وايي په دغه لوبو کې يې یوه نړیواله جاېزه هم ګټلې.

شبنم مبارز په کال ۱۹۹۵ کې په کابل کې ځېږیدلې او په شپږ کلنۍ کې د خپلې کورنۍ سره د کابل نه ډنمارک ته په کډه تللې.

وي او ای ډیوه ته په یوه ځانګړې مرکه کې شبنم مبارز ویلي ٫٫ د لوبو سره يې د وړوکوالي مېنه لرله او د کورنۍ د غړو مرستو او بیا د خپل پلار له خوا دغه لوبې ته هڅولو له وجې د فټبال میدان ته رااوته.

شبنم مبارز دوه مشرانې خوېندې او دوه کشران وروڼه لري او وايي په کورنۍ کې تر ټولو نیازبینه ده. د خپل کورني ژوند په اړه وايي د کورنۍ او ملګرو سره وخت تیرول مې تر ټولو زیات خوښ وي او په کور کې بیا افغاني خوارکونه ډیر په مینه خوري. خو د ډنمارک ځا يي خوراکونو سره هم مینه لري. په افغاني خوارکونو کې په خاصه توګه منتو يې دخوښې خواړه دي.

۲۳کلنه شبنم مبارز دا وخت په ډنمارک د خپلو زده کړو تر څنګ د فټ بال لوبه هم کوي او په ډنمارک کې د افغانستان د ملي فټبال لوبډلې مشره یا کېپتانه ده.

شبنم وایی پلار به مې بیا بیا وېل چې د فټبال لوبه کې به ځان ته نامه پیدا کوې. شبنم وایي د فټبال لوبه کول مې یو ارمان وو او دغه ارمان مې دلته په ډنمارک کې پوره کړو.

په افغانستان کې د ښځو او جېنکو د سخت ژوند کتلو وروستو شبنم وايي غواړي په دغه هیواد کې د جېنکو او ښځو په اړه د خلکو سوچ بدل شي. یوه جېنۍ که څه زده کړه اوغواړي باید د هغې اجازه ولري. که هغه سبق وي، که لوبه او که د ژوند د نورو فیصلو اختیار.

د وي او ای ډویه سره په مرکه کې میرمن شبنم مبارز ویلي په افغانستان کې د ښځو په حقله د سړو په سوچ او فکر کې لږ ډیر مثبت بدلون راغلی خو وايي باید خلک نور مثبت بدلون په ژوند کې راولي او خپلو لونړو او خویندو ته د خه ژوند لپاره حالات برابر کړي او دوي ته د خپل ژوند د فیصلې کولو اختیار هم ورکړي.

د افغانستان د فټبال ملي لوبډلې مشره په اخیره کې افغان پیغلو ته وايي چې کوم خوب یا ارمان مو په زړه کې ولرۍ باید د هغې د عملي کولو لپاره کوششونه وکړې او دغه ارمان مو تش په زړه کې مه پریږدۍ.

د مېرمن شبنم سره وي او ای ډيوه ځانګړې مرکه په دې ويډيو رپورټ کې کتلی شئ

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG