لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په هند کې په دریمه ورځ هم له کورونا څخه تر ۴۰۰۰ زیات کسان مړه شوي


واشنګټن - هند د جمعې په ورځ د دریمې پرلپسې ورځې لپاره له کورونا څخه تر ۴۰۰۰ د زیاتو کسانو د مړینې راپور ورکړی.‌

همدارنګه هند د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کورونا ۳۴۳۰۰۰ نوې پېښې رامنځ ته شوي. تېره اونۍ دغه شمېره تر څلورو لکو څخه زیاتېدله.

د جان هاپکنز پوهنتون وايي، په هند کې تر ۲۴ میلیونو زیات کسان په کورونا اخته شوي او دا شمېره په امریکا کې ۳۲.۹ او په برازیل کې ۱۵.۴ میلیونو ته رسېږي.‌

د یو بل خبر له مخې، د روغتیا نړیوالې ادارې یا ډبلیو اچ او د جمعې په ورځ پر بډایه هېوادونو غږ وکړ چې په خپلو هېوادونو کې د کمکیو ځوانانو د واکسین کولو د پروګرام پرځای دغه واکسینونه غریبو هېوادونو ته ورکړي.‌

د ډبلیو اچ او مشر تېدروس ګبریاسس په جنیوا کې یوې انلاین خبري غونډې ته وویل، "زه په دې پوهېږم چې ولې ځینې هېوادونه غواړي خپلو تنکیو ځوانانو او ماشومانو ته واکسین ورکړي خو اوس زه له دوی غواړم چې ددې پرځای دې دغه واکسینونه غریبو هېوادونو ته وړیا ورکړي.

فرانسې او سویډن کوواکس ته د واکسینونو د ورکولو لړۍ پیل کړې ده خو په امریکا او کاناډا دواړو کې د ماشومانو د واکسین کولو بهیر پیل شوی دی.‌

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG