واشنګټن ـــ د اسرایلو او فلسطینیانو تر منځ د روانې شخړې په ترڅ کې اسرایلي ځواکونو په غزه کې هغه ودانۍ په توغندي ویشتلې او په بشپړه توګه یې تباه کړې ده چې د اسوسیېټیډ پریس او الجزیزه په ګډون د نړیوالو رسنیو دفترونه پکې وو.
رپوټونه وايي په دې 12 منزله ودانۍ کې اپارټمنټونه او د رسنیو د دفترونو په ګډون نور دفترونه هم وو، چې د شنبې- خالي په ورځ د ودانۍ مالک ته تر ټیلیفوني خبرداري وروسته اسرایلي ځواکونو په توغندیو وویشتله.
د اسوسیېټیډ پریس خبري ایجنسۍ کارکوونکي او د ودانۍ نور اوسېدونکي تر برید مخکې له ودانۍ وتلي، خو الجزیره چې لا یې د اسرایلي ځواکونو د هوایي بریدونو په اړه نشریات روان وو، ودانۍ د برید له کبله په بشپړه تباه شوه.
د الجزیره ټیلیویژن یو کوربه د روانې خپرونې په وخت ویلي "الجزیزه به غلې نه کړای شي، موږ درته اوس لا د دې خبرې ضمانت درکوو".
اسوسیېټیډ پریس او الجزیره دواړو په خپلو بیانونو کې په غزه کې د اسرایلي ځواکونو له خوا د رسنیو پر دفترونو دا برید غندلی او دعوه یې کړې چې نیزدې وه دې "ځوروونکي" برید ګڼ خبریالان وژلي وای.
د اې پي خبري ایجنسۍ مشر ګېري پروویټ په بیان کې ویلي، اداره یې اسرایلي برید "حیرانه" کړې او "ډارولې" ده:
"څه چې نن [پر دې ودانۍ په برید سره] وشول اوس به نړۍ پوهېږي چې په غزه کې څه روان دي".
ښاغلي پروویټ ویلي اې پي له اسرایل او د امریکې له خارجه وزارت د برید په اړه معلومات غواړي ځکه چې وایي په درځنونو کارکوونکي یې هسې له مرګه ژغورل شوي.
د خبریالانو د حقونو لپاره کارکوونکي نړیوال تنظیم سي پي جې هم د مېډیا پر ودانۍ اسرایلي برید غندلی او د دې برید په اړه یې "تفصیلي او له ثبوت سره جواز" غوښتی دی.
انساني سپر [ډال]:
اسرایلي پوځ بې د کوم ثبوت له وړاندې کولو ویلي، دا ودانۍ یې ځکه تباه کړه چې وایي د اسلامي وسلوالې ډلې حماس استخباراتو هلته د رسنیو له دفترونو څخه "د انساني سپر" په توګه کار اخیست.
د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي په یو ټویټ کې ویلي "موږ له اسرایلو سره مخامخ خبرې کړې دي چې د خبریالانو او ازادې مېډیا خوندیتوب او امنیت باوري کول تر ټولو مهمه ذمه واري ده".
په غزه کې د روانه شخړه شپږ ورځې مخکې هغه وخت پیل شوه چې د یروشلم په اقصی جومات کې د فلسطینيانو او اسرایلي عسکرو تر منځ شخړه وشوه او په نتیجه کې یې تر دوه سوه زیات فلسطنیان ټپیان شول.
له دغې پېښې وروسته حماس وسلوالې ډلې پر اسرایلو توغندي ور وویشتل او په جواب کې یې اسرایلي ځواکونو پر غزې پټۍ بمباري پیل کړه، چې تر اوسه په دې شخړه کې د 41 ماشومانو په ګډون د 145 فلسطینیانو او 10 تنو اسرایلو د وژل کېدو او سلګونو د ټپي کېدو دعوه شوې ده.
د امریکې ولسمشر جوبایډن د خپل صدارت په مهال په لومړي ځل د شنبې- خالي په ورځ د فلسطین له صدر محمود عباس سره په ټیلیفون خبرې کړې او هغه ته یې ویلي چې د شخړې د ختمېدو لپاره یې سفارتي هڅې روانې دي. صدر بایډن ټینګار کړی چې حماس باید باید د توغندیو ویشتل ودروي.
صدر بایډن د اسرایلو وزیراعظم بینیامین نتنیاهو ته هم ټیلیفون کړی او د حماس د توغندویي بریدونو د غندلو تر څنګه یې د خپل ملاتړ ډاډ ورکړی دی، خو په غزه کې یې د خبریالانو د خوندیتوب په اړه ورته اندېښنه هم څرګنده کړې او ورته ویلي یې دي چې د هغوی تحفظ دې باوري کړي.