لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داسرائیل وزیراعظم:ترهغې به بریدونه کوؤ چې ورته اړتیا لیدل کیږي


د اسرائیل وزیراعظم بن یامین نیتن یاهو وایي اسرائیل به تر هغې دفلسطیني تندلارو په ضد بریدونو ته دوام ورکړي ترڅو چې دې بریدونو ته اړتیا لیدل کیږي.

داسرائیلي وزیراعظم دا بیان په داسې وخت کې مخې ته راغلی چې داتوار په سهار اسرائیلي الوتکو غزه کې دمزاحمتي تنظیم حماس دیو کمانډر یحیی ال سنوار په کور بمباري کړې ده خو معلومه شوې نه ده چې ددې بمبارۍ په مهال هغه په کور کې ؤ که نه ؟

نړیواله خبري شبکه ایي پي پخپل رپورټ کې وایي دحماس دنورو مهمو کمانډرانو په څېر په احتمالي ډول یحیی ال سنوار هم کوم خوندي ځائ کې پټ شوی دی.

دخالي په ورځ خپل بیان بیان کې داسرائیل وزیراعظم دحماس د کمانډرانو په مخاطب کولو سره ویلي “تاسو هیچرته نه شئ پټيډلی ،ګو که تاسې د زمکې په سر یئ که دننه ،هیڅوک به خلاص نه شئ”

دخالي په ورځ دامریکې صدر جوبائیډن هم اسرائیلي وزیراعظم سره ټیلي فوني اړېکه نیولې وه اؤ هغه دحماس له لوري په اسرائیلو د راکټي بریدونو په غندلو سره داسرائیلو له لوري دحماس اؤ نورو تنظیمونو په ضد ددفاع د حق کارؤلو ملاتړ کړی ؤ.

دسپینې ماڼۍ لخوا دخپور شوي بیان له مخې اسرائیلي وزیراعظم سره خبرو کې صدر بائیډن دخبریالانو دتحفظ په باوري کولو هم ټینګار کړی دی.

دفلسطین دصحت د وزارت له مخې د ګل د ورځې راهسې په روانو جګړو کې تر اوسه 145 فلسطینیان وژل شوي چې په هغې کې 41 ماشومان اؤ 22 میرمنې هم شامل دي.

همداشان دحماس لخوا د راکټ‌ په شوؤ بریدونو کې تر اوسه اته اسرائیلیان هم وژل شوي چې پکې یو ماشوم هم شامل دی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG