لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان ته نزدې جهانګير ترين خپل "هم خيال ګروپ" جوړ کړی


د حکومتي واکمنه ګوند پاکستان تحریک انصاف مشر او وزیراعظم عمران خان ته نزدې جهانګير ترين ځانله "هم خيال ګروپ" جوړ کړی او ويل کيږي هغه په قومي او د پنجاب په صوبايي اسمبليانو کې خپل پارلیماني مشران هم جوړ کړي دي.

د ډان د رپورټ ترمخه د نهې/ سه شنبې په ورځ (18 مې) د جهانګير ترين په کور غونډه شوې د جهانګير ترین د قومي او پنجاب اسمبلۍ پلويانو غړو پکې ګډون کړی دی.

په غونډه کې ګډون کوونکي د فېصل اباد څخه د قومي اسمبلۍ غړي راجه ریاض ویلي هغه په قومي اسمبلۍ کې او سعيد اکبر نومې غړی په پنجاب اسمبلۍ کې پارلیماني مشران جوړ کړی شو.

هغه دا هم وويل چې دغه ګروپ به يې د اسمبلۍ 40 غړو ته ورسي.

ځينې راپورونه وايي تيره شپه په غونډه کې د ګډون والو نه سوګند هم اخستی دی.

جهانګير ترين نن د شورو/ چهارشنبې په ورځ (19 مې) په لاهور کې په بېنکنګ عدالت کې د پېش کېدو وروسته میډيا سره په خبرو کې ويلي، چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند (پي ټي ايي) نه جدا شوی نه دی د پي ټي ايي برخه ده او ګروپ يې د درېو مياشتو نه جوړ دی.

هغه په پنجاب صوبه کې د تحريک انصاف ګوندپه حکومت نيوکې کړي چې د هغه د خلکو پرضد انتقامي ګامونه اخلي، د افسرانو تبادلې کوي، ځکه دوی ګروپ جوړ کړو چې په اسمبلۍ کې خپل غږ پورته کوي.

جهانګير ترين چې عمران خان ته نزدې ګڼل کېدو، د هغه نوم په ملک کې د چينۍ او د وړو د بحران په اړه ګډې جوړې پلټنيزې ډلې په هغه نوملړ کې هم شامل دی چې د پنجاب حکومت د چينۍ جوړولو ملونو (شوګر ملونو) ته کومه سبسډي ورکړې وه په هغې کې هم د جهانګيرترين د چينۍ د شوګر مل نوم شامل وو.

د پاکستان مرکزي تحقيقاتي ادارې (اېف ايي ای) په جهانګير ترين او هغه په زوي علي ترين د مني لانډرنګ مقدمه هم جوړه کړې ده.

په دغه مقدمه کې ويل شوي چې جهانګير ترين او زوي يې په يوه بهرنۍ کمپنۍ کې درې اربه روپۍ کارولي او دغه پېسې يې په غېر قانونه توګه وړلي چې په مني لانډرنګ کې حسابيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG