لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان:پاکستان وړتیا لري چې 50 زره میګا واټه بجلي جوړه کړي


دپاکستان وزیراعظم عمران خان وایي مهمند ډیم به په راتلونکو څلورو کالو یعنې 2025م پورې جوړ شي اؤ ددې ډیم په اوبو به 17 زره ایکړه زمکه خړوب کیږي.

پېښور کې دصنعتي کارمندانو د استوګنې دپرانستې دستورې ته خپله وینا کې وزیراعظم عمران خان ویلي دمهمند ډیم څخه به 300میلیونه ګیلنه اوبه پېښور ته هم ورکول کیږي.

هغه ویلي دکال 2028م پورې به پاکستان کې د اوبو 10 سترې پروژې سرته ورسیږي اؤ پاکستان ددې وړتیا لري چې 50 زرو میګاواټو پورې بجلي جوړه کړي.

نوموړي وویل دکال 2013م نه راپدیخوا خیبر پښتونخوا صوبه کې غربت کم شوی دی اؤ په دې صوبه کې به دپرمختیا دپاره حکومت یو شمیر نورې پروژې هم پیلوي.

پېښور کې میشت وتلی خبریال ناصر داوړ وایي وزیراعظم عمران خان وخت په وخت دبجلۍ دپیدا کولو اؤ نوؤ ډیمونو جوړولو وعدې اؤ دعوې کړې دي خو دغه وعدې یوازې دجلسو تر میدانونو اؤ میډیا محدودې پاتې شوې دي.

هغه ویلي وړومبی چې عمران خان اقتدار ته ورسیدو نو قام ته یې ویلي وؤ چې درې سوه نوي ډیمونه به جوړوي خو وروسته دخپلې خبرې نه پشا شو اؤ وئ ویل د واړه، واړه بجلي ګهرونه به جوړوي .

هغه وایي داقتصادي بحرانونو سره دمخ پاکستان حکومتي چارواکي تر دې وړاندې ویلي وؤ چې ددې ډیم د جوړولو دپاره به د بهرنه پورونه نه اخلي بلکې مرستې به راټولوي خو په دومره لویې کچه مرستې راټولول اؤ هغه هم په داسې حالاتو کې چې کرونا دهرچا اقتصادي حالت ځپلی ، داحتمال نه بهر خبره ده.

دمهمند ډيم پروژه اؤ دهغې ګټې

دمهمند ډیم دجوړولو تیږه وزیراعظم عمران خان په مئ کال 2019 کې اېښودې وه اؤ دا مهال ددې ډیم په جوړولو کار روان دی.

دغه ډیم چې دسوات د سیند په اوبو دمنډا هیډ ورکس په مقام جوړیږي دپېښور نه شمال ته 37 کلومیټره په واټن پروت دی.

د پاکستان دپخواني پوځي جنرال پرویز مشرف د واکمنۍ په دور کې اندازه لګول شوې وه چې ددې ډیم په جوړونه به یو ارب ډالر مصرفیږي خو د زیات ځنډ له امله اوس په دې دمصرف اندازه درې اربه ډالر ښودل شوې ده.

دڅه دپاسه دریوؤ سوو اربو پاکستاني روپو په لګښت د جوړیدونکې ددغه پروژې له مخې به دا ډيم د12 لکه ایکړه فټه اوبو د ذخیره کولو توان لري اؤ 800 میګا واټه بجلی به پیدا کوي.

په 81زره 827 ایکړه زمکه د جوړیدونکي دې ډیم لوړوالی به698082 اؤ پلنوالی به یې 720 مټیره وي.

دپروژې په بابله دحکومتي رپورټ له مخې ددې ډیم څخه به پاکستان ته هرکال دڅلورو اربو اؤ98 کروړو روپو اوبه اؤ د19اربو اؤ60ؤ کروړو روپو بجلي په لاس ورځي.

ددې ډیم نه وتلي نهرونه به د مهمندو 16زره 667ایکړه للمې زمکې خړوبوي.

د ډيم په پروژه کې ویل شوي چې ددې جوړیدو سره به دچارسدې اؤ‌ نوښار زیاتره سیمې هم دسیلابونو له خطر څخه خوندي شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG