لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد پولیسو د مذهب د سپکاوي پر تورنو وروڼو او تاڼه د برید په تور 36 تنه نیولي


واشنګټن ـــ د اسلام اباد پولیسو تر دېرشو زیات هغه کسان پر پولیس تاڼه د برید په تور نیولي چې هڅه یې کوله د مذهب د سپکاوي په تور په تاڼه کې دوو بندي وروڼو ته ځان ورسوي او ډله ییز برید پرې وکړي.

د وي او اې ډیوه خبریال اورنګزېب خان هڅه کړې چې د ګولړه تاڼې له ایس ایچ او ضیاء باجوه او د پولیسو له ویاند عثمان ټیپو څخه د نیول شویو کسانو شناخت معلوم کړي خو هغه دا معامله حساسه ګڼلې او د هغوی شناخت یې نه دی په ډاګه کړی.

خو د اسلام اباد ډپټي کمیشنر حمزه شفاعت دا خبره تایید کړې ده چې په نیول شویو کسانو کې اکثره په پاکستان کې مېشت افغان کډوال دي. په اسلام اباد کې افغان سفارت لا په دې اړه څه نه دي‌ ویلي.

د ګل- دوشنبې په ورځ سلګونه قهرجانو کسانو د اسلام اباد پر ګولړه پولیس تاڼې حمله کړې وه او د هغو دوو وروڼو د وژلو هڅه یې کړې وه چې د مسجد د سپکاوي په تور په دغه تاڼه کې بندیان دي.

پولیس وایي قهرجنو مظاهره چیانو د دغو دوو بندي وروڼو د ور سپارلو غوښتنه کوله خو کله چې دوی ورته انکار وکړ، نو هغوی په زوره په تاڼه ور ننوتي او هلته یې سرکاري آثاثو ته زیان اړول او یوه تن پکې هوایي ډزې هم کړې چې وایي یو پولیس پکې زخمي شوی دی.

د رپوټونو له مخې دغو دوو وروڼو- چې د مذهب د سپکاوي تور پرې لګېدلی- پولیسو ته بیان ورکړی چې ځینې خلک د دوی کور قبضه کول غواړي او په دوی یې د مذهب د سپکاوي ناسم تور لګولی دی.

په پاکستان کې د بشري حقونو د خپلواک کمېشن غړی ندیم انتوني وایي، د دوی اداره هم دا خبره کوي چې څوک د مذهب سپکاوی کوي باید له قانون سره سم سزا شي خو وایي امنیتي ادارې بې له تحقیقاتو د هغو خلکو په ضد مقدمې درج کوي چې ناسم تورونه پرې لګېږي:

"په پاکستان کې داسې ډېرې پېښې شوې دي چې پر خلکو د مذهب د سپکاوي غلط تورونه لګول شوي او ډېر داسې کسان قهرجنو خلکو وژلي دي، د مشال خان او د بهاولپور د یو ذهني ناروغ وژل یې لوی مثالونه دي".

د عوامي نېشنل ګوند سره تړاو لرونکی سید شاه رضا وایي، په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي په قانون کې بدلون پوځي آمر ضیاءالحق د ذاتي ګټو لپاره کړي وو، ځکه اوس د دې قانون خلاف هیڅوک خبره نه کوي. وایي باید د دې قانون غلط استعمال ودرول شي:

"کوم څوک چې تور لګوي که د مذهب د سپکاوي تور یې ثابت نه شو نو باید هغه ته هم سزا وټاکل شي، ځکه نو زموږ مذهبي انتهاپسند او بنیادپرست خلک را پاڅي او د خپلو ذاتي مقصدونو لپاره دا قانون استعمالوي، په خلکو الزامونه لګوي، د خلکو ژوند پکې تباه شي او مړه شي".

په وروستیو کې یورپي اتحاد په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي د قانون د ناسم استعمال پر سر یوه پرېکړه منظوره کړې وه چې د پاکستان لپاره تجارتي مراعاتو ته دې بیا کتنه وشي.

همدارنګه د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د تېرو دوو کلونو په کالنیو رپوټونو کې هم په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي پر قانون اندېښنې څرګندې شوې او له پاکستانه یې په دې قانون کې د بدلون غوښتنه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG