لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د سپرلیګ پاتې کرکټ لوبې را روانه میاشت په ابوظهبۍ کې پیلوي


واشنګټن ـــ د پاکستان کرکټ بورډ نن اعلان کړی چې د سپرلیګ پاته 20 کرکټ لوبې به را روانه میاشت بیرته پیلوي چې وایي دغه ټولې لوبې به د عربي اماراتو په ابوظهبۍ ښار کې کېږي.

دغه لوبې په تېره مارچ میاشتې کې وروسته له هغه ځنډول شوې وې چې په سیالیو کې د شریکو شپږو لوبډلو ګڼ شمېر لوبغاړو ته کورونا وایرس ور پورې شوی وو.

د پاکستان کرکټ بورډ د پنجشنبې- زیارت په ورځ تایید کړې چې وایي د پاته لوبو لپاره یې د عربي اماراتو له چارواکو سره خبرې کړې دي او هغوی ورته بشپړه اجازه ورکړې ده.

د کرکټ بورډ مشر وسیم خان په یوه بیان کې ویلي "موږ په دې پرمختګ خوشاله یو چې په ابوظهبۍ کې د سپرلیګ د پاته لوبو په مخ کې پراته خنډونه له منځه تللي او هر څه د لوبو د پیلېدو لپاره سم دي".

ټاکل شوې چې د کرکټ بورډ او په سپرلیګ کې د شپږو لوبډلو مالکان نن د پنجشنبې- زیارت په ورځ په دې اړه یوه غونډه وکړي او د راتلونکو لوبو لپاره خپلې تیارۍ بشپړې کړي.

کرکټ بورډ وایي په ابوظهبۍ کې دغه لوبې به په جون میاشت کې دننه ختمېږي ځکه چې وایي له هغه وروسته به د کرکټ قومي لوبډله انګلستان ته ځي چې هلته خپلې نورې لوبې وکړي.

د یادونې وړ ده چې په تېره مې میاشت کې د هند پریمېر لیګ کرکټ سیالۍ هم- چې د اپرېل پر نهمه پیل شوې وې- د درو لوبډلو کسانو ته د کورونا وایرس د ور پورې کېدو له کبله ځنډېدلې وې چې تر اوسه لا بیرته نه دي پیل شوې.

د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې د عربي اماراتو چارواکو له ټولو پاکستاني لوبغاړو او چارواکو غوښتي، چې دې هېواد ته له ورتګ سره دې لس ورځې خپل ځانونه کورنټین کړي.

د پاکستان کرکټ بورډ په تېره اپرېل میاشت کې ویلي وو، چې د سپرلیګ پاته لوبې به د جون له لومړۍ تر شلمې نېټې په کراچۍ ښار کې کوي، خو په سیالیو کې د شریکو لوبډلو مشرانو ترې غوښتي وو دا لوبې دې په عربي اماراتو کې وکړي، چې تېر کال د هند سپرلیګ سیالۍ هم پکې شوې وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG