لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان: پر ښځو د جنسي تېري ضد قانون باوجود عدالتونو کې سلګونه مقدمې ځنډېدلې


واشنګټن ـــ مطبوعاتي رپورټونه وايي د پاکستان د حکومت له خوا په هېواد کې د ښځو پرضد د جنسي جرمونو د مخنیوي لپاره د قانون سازۍ باوجود د اسلام اباد په عدالت کې اوس هم د 200 نه زیاتې مقدمې د اورونې لاندې دي خو د تفتیش د ناقص نظام، کمزورې استغاثې او د عدالت نه بهر د روغې جوړې له کبله د جنسي تېريو په مقدمو کې د 80 فيصده نه زيات ککړ ملزمان بري شوي دي.

ښکاره دې وي چې د پاکستان مرکزي حکومت په دې وروستیو کې د هېواد ټولو سېشن عدالتونو ته د ښځو په ضد جنسي جرمونو کې د ککړو ملزمانو خلاف د مقدمو چلولو واک اختيار ورکړی وو، خو ډان ورځپاڼې په خپل راپور کې ليکلي چې تر اوسه پورې په اسلام اباد کې يو اضافي سېشن جج ته د جنسي تېري په مقدمو کې د اورونې اختيار تر لاسه شوی دی.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند حکومت د 2020م کال په دسمبر میاشت کې د ښځو په ضد د جنسي زياتي قانون معرفي کړی وو او په دې لړ کې د قانون مرکزي وزارت اسلام اباد هاى کورټ ته يو نوټيفېکېشن هم لېږلی چې پکې ټولو ججانو ته د جنسي زياتي د شکایتونو اورېدو اختيار ورکړی شوی.

د ورځپاڼې ډان رپورټ وايي سږ کال د جنورۍ د میاشتې نه تر اوسه پورې د ښځو خلاف د جنسي تېريو د 46 مقدمو فېصلې ځایي سېشن جج ورکړي.

د سېشن جج عدالت د سرکاري شمېرو له مخې د مارچ په میاشت کې عدالت په 13 مقدمو کې يواځې په يو کېس کې ملزم ته سزا وکړې ده او په دريو مقدمو کې ملزمان اشتهاري ګرځول شوي دي او په نهو مقدمو کې ککړ ملزمان بري کړی شوي دي.

همدا راز د تېر اپریل میاشت کې عدالت په 14 کې د 13 مقدمو کې ملزمان بري کړي او صرف په يوه قضيه کې عدالت ککړ تن مجرم ګرځولی دی او هغه ځکه چې دغه ملزم په تفتيش کې نه وو شامل کړی شوی.

د ډان ورځپاڼې رپورټ وايي د اپریل په میاشت کې په اتو مقدمو کې ککړ ملزمان د قضیې د سر ته رسېدو مخکې بري کړی شوي دي.

قانون پوه او د پاکستان بار کونسل غړی عابد ساقي ډيوه ته وايي د استغاثې له خوا چې په پلټنه کې کومې نيمګړتياوې پاتې شي د هغې ګټه ملزم ته رسېږي.

دی واى، په پاکستان کې يو خو د ملزم نه په ساینسي طريقه پلټنه نه کېږي او پوليس د شواهدو په راټولولو کې قانوني تقاضې هم په پام کې نه ساتي او دا وجه ده چې ملزمانو ته په داسې کېسونو کې سزاګانې نه ورکول کېږي.

مطبوعات د حکومت د تېر کال د شمېرو له مخې وايي په پاکستان کې هره ورځ د ښځو په ضد د جنسي جرمونو 11 پېښې رپورټ کېږي خو چارواکي دا هم مني چې اصلي شمېرې ددې څخه زياتې کېدی شي.

په پاکستان کې د "وار اګېنسټ رېپ" [د جنسي تېریو خلاف جګړه] نومي غېر دولتي تنظيم له مخې په پاکستان کې د جنسي تېريو په مقدمو کې د سزاګانو کچه د درې فيصدي نه کمه ده.

په اسلام اباد کې د ښځو د حقونو فعاله فرزانه باري ډيوه ته وايي د پاکستان په عدالتونو کې هم پدرسري یا نرواک سوچ لرونکي خلک ناست ديو او چې کله داسې پېښې د پولیسو لاسونو ته ورشي نو هغوى هم پلټنه په سم ډول نه کوي.

هغه وایي، په دې اړه ججانو سره پوليسو ته د تربيت ورکولو ضرورت دی چې داسې په هغوى کې د جنس په حواله بېداري پېدا کړی شي او ورسره پکار دي چې پولیسو ته ساینسي اسانتياوې هم وکړی شي او بايد حکومت په هره ضلع کې فارنزک لېبارټري هم جوړې کړي شي.

د اسلام اباد پولیسو د شمېر تر مخه د سږني کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د اغوا او د ښځو په ضد د جنسي زياتي د 200 څخه زیاتې پېښې رپورټ شوې دي. پولیس وايي د تېر کال د لومړیو درې میاشتو په مهال د اسلام اباد په مختلفو تاڼو کې د جنسي زياتي ټولې 167 مقدمې درج شوې وې.

ډان ورځپاڼه په خپل راپور کې د عدالتي سرچينو د قوله لیکي چې د جنسي زياتیو په زياتره کېسونو کې د ناقص تفتیش، د څارنې د کمي، د تفتيشي پولیسو د کم وساېلو او د استغاثې د کمزوري نظام د ملزمانو د بري کېدو سبب جوړ شوی دی.

XS
SM
MD
LG