لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان چارواکو له خپلو امنیتي ځواکونو څخه د ناټو د ملاتړ تود هرکلی کړی


افغان چارواکو ویلي، چې له امنیتي ځواکونو څخه د ناټو ملاتړ به دا ځواکونه لا پیاوړي او شته لاسته راوړنې به لا خوندي کړي.‌

د افغان حکومت د رسنیو د دفتر مشر دوا خان مینه پال له ډیوې سره په خبرو کې د ناټو دا اعلان ګټور بللی.

مینه پال ویلي، وویل،

" د افغانستان دفاعي ځواکونه د ناټو اصلي شریکان دی او ناټو د دوامداره همکاریو تعهد ورسره دی. دا تعهد بیا تازه شوی او د افغانستان حکومت یې هرکلی کوي او په اوږد مهال کې به د افغان امنیتي ځواکونو او ناټو قواو ترمنځ دا مشارکت لا پیاوړی شي.

د ناټو سرمنشي "ینس سټولټنبرګ" د جمعې په ورځ په فرانسه کې ددغه هېواد له ولسمشر ایمانوېل مکرون سره په یوې ګډې خبري غونډه کې ویلي و، چې دوی به افغان ځواکونو سره د ملتیا او سلامشوره ورکولو، په بهرنیو هېوادونو کې د افغان ځواکونو د لا بهتر روزلو او د کابل هوایي ډګړ د خدمتونو لپاره د بودیجې برابرولو په برخو کې همکاري وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی نجیب ازاد وايي د ناټو لخوا له افغان پوځ څخه ملاتړ د هغوی د خپلو موخو پر بنا دی.

ازاد وویل، امریکا او ناټو له افغانستان څخه خپل پوځیان وباسي خو خپل ماوموریت نه ختموي‌.

"په داسې مهال چې امریکايي‌ او د ناټو ځواکونه له افغانستانه وځي، افغان امنیتي ځواکونه ډېر زیاتې مرستې او همکارۍ ته اړتیا لري او حتی د دوی په موجودیت کې یې اړتیا درلوده. ځکه د دومره سترې جګړې په وړاندې درېدل فکر نه کوم چې د سیمې ډېر پرمختللي هېوادونه دې هم په یواځې توګه وتوانېږي که څه هم قوي پوځي دستګاوې لري نو افغان امنیتي ځواکونه خو لا ډېره ځوانه دستګاه ده نو ځکه د دوی ملاتړ ډېر اړین دی او زه فکر نه کوم چې دوی دې له همکارۍ څخه لاس واخلي ځکه دا ګواښ بیا دوی ټولو ته متوجه کېږي"

د رسمي شمېرو له مخې دا مهال درې نیم لکه امنیتي ځواکونه دي چې اکثره یې په اوس وخت کې له طالبانو سره په جګړې بوخت دي.

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو او د سولې خبرو له اوږدېدو سره د جګړې لیکې هم د پخوا پرتله ډېرې تودې شوي او څو ولسوالۍ د طالبانو لاس ته غورځېدلي خو دولت یې تکتیکي په شاتګ ګڼي او ویلي یې دي چې د دغو ولسوالیو د بېرته نیولو لپاره به قوي عملیات ترسره کړي.‌

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG