لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پښتونخوا کې د سېلګرۍ ځايونه پرانستل شوي، د کرونا نيمې پېښې يواځې په سيند صوبه کې


په خېبرپښتونخوا کې د کرونا له امله تړل شوي د سېلګرۍ ځايونه بيرته پرانستل شوي دي. بل لور ته په ملک کې د کرونا نيمې پېښې په سيند صوبه کې مخې ته راغلي دي.

د خېبرپښتونخوا د وزیراعلا د اطلاعاتو مشاور کامران بنګش ویلي، د کرونا د درېمې څپې له امله بند کړی شوي د سېلګرۍ ځايونه بيرته پرانستل شوي دي.

هغه ويلي د سېلګرو دپاره دا زېری دی، سېلګري دې د سېل د ځايونو د صفايۍ خيال وساتي.

هغه زياته کړې خلک دې د سېل په ځايونو کې د کرونا احتياطي تدابير عملي کړي.

په خېبرپښتونخوا کې د سېلګرۍ ځايونه په داسې حال کې پرانستل شوي چې په ملک کې په تير شوا روز کې د کرونا له امله نور 57 کسان مړه شوي دي.

د سرکاري شمېرو ترمخه په ملک کې د کرونا څخه د مړو ټوله شمېره 20زره 308 ته رسېدلې ده.

په خېبرپښتونخوا کې تراوسه پورې 3950 کسان د کرونا څخه مړه شوي دي.

د صوبې د صحت وزير تيمور خان جګړا ويلي دي په 23 مې په صوبه کې 26 کسان د کرونا څخه مړه شوي او په 7533 ټيسټونو کې 470 پېښې مثبتې راغلي دي.

هغه ويلي دا وخت په صوبه کې 6202 فعاله پېښې دي چې پکې 1086 ناروغان په روغتون کې او 47 په وېنټيلېټر دي.

بل لور ته د سيند صوبې وزيراعلا مراد علي شاه ویلي په ملک کې چې د کرونا څومره پېښې دي په هغو کې نيمې (50 فيصده11) په سيند صوبه کې دي.

د وزیراعلا په مشرۍ په صوبه کې د کرونا د جاج اخستو په غونډه کې نوي بندېزونه هم اعلان کړی شوي دي.

ويل شوي کاروبارونه به سهار د پينځه بجو نه تر ماښام شپږو بجو پورې وي، بېکرياني او د پيو/شېدو دوکانونه به د 12 بجو پورې خلاص وي، نور سټورونه به د ماښام اته بجو پورې خلاص وي او د جمعې او اتوار په ورځ کاروبارونه په مکمله توګه بند وي.

وزيراعلا ويلي که په لګول شوو بندېزونو د دوه اوونيو پورې پوره عمل وشو نو مخکې به اساني وي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG