لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کاروباریان: په ایمزون کې د پاکستان شاملېدل به زموږ آنلاین کاروبار وغورځوي


پېښور ـــ تېرو اوونیو کې د انټرنېټ د سوداګرۍ يوې لويې امريکايي کمپنۍ ایمزون د پاکستان نوم د دې د سودا خرڅوونکو په لسټ کې د شاملولو اعلان کړی چې د پاکستان سوداګر، تاجران او د وړې درجې ښځې او سړي کاروباريان به خپله سودا آنلاین په نړۍ کې د اېمزون په کسټمرز يا اخستونکيو باندې خرڅولی شي.

د اېمزون غوندې غټ د سوداګرۍ کمپنۍ د سودا خرڅوونکيو په لسټ کې د پاکستان نوم راتلو سره پاکستاني کاروباريانو ته به څه ګټه وي، په اسلام اباد کې کارکوونکی خبريال مبارک زېب خان چې په معاشي او کاروباري چارو باندې ليک کوي وايي اوس به د وړې او منځنۍ درجې هغه کاروباريان چې پاکستان کې دي په اېمزون باندې نېغ په نېغه خپل سامانونه هم خرڅوي او د اېمزون د پاره به هم سامانونه جوړولی شي:

"دوی به د اېمزون د پاره سامانونه جوړوي او يا به نېغ په نېغه په استعمالوونکيو باندې خرڅوي. نو د هغوی به رجسټرېشن کيږي او يوه ځانګړې ای ډي به ورته ملاويږي چې د هغې خپل يو ځانله طريقه کار دی نو دا د وړوکې، درميانه او لویو اېکسپورټرانو يا د سامان بهر لېږونکو خلکو د پاره يو لوی پرمختګ دی".

مبارک زېب زیاتوي چې خوا او شا د درې سوه بلين ډالرو نه واخله تر څلور سوه بلين ډالرو پورې د اېمزون د کال خرڅ دی نو په دې حوالې سره دا د پاکستان د وړوکې او منځنۍ درجې د کاروباريانو لپاره يوه ښه موقع ده.

مبارک زېب وايي پاکستان په سوېلي اېشیا کې اخري داسې ملک وو چې د اېمزون سېلرز لسټ کې يې نوم راغلی دی. هغه دا هم وایي چې د کرونا وبا له وجې اوس زياتره خلک آنلاېن یا د انټرنېټ د لارې سوداګانې کوي ځکه په داسې وخت کې د اېمزون په سېلرز لسټ باندې د پاکستان نوم راتلل به دلته د تاجرانو يا سوداګرۍ د پاره ښه وي:

"آنلاېن سودا اخستل ډېر زيات شوي دي او مقامي څيزونه هم اوس خلک آنلاین اخلي. څه ډېر څيزونه داسې دي چې په هغې کې په مقامي سطح مسلې دي خو په اېمزون کې څوک په معيار يا داسې څه په نور څيزونو کې چيټنګ يا دهوکه نه شي کولی ځکه چې د هغوی يو خپل معيار دی."

نایاب خان چې د پېښور نه يو آنلاېن کاروبار چلوي وايي په پاکستان کې د الیکټرانک تجارت مارکيټ ډېر زيات وړوکی وو خو د اېمزون سېلرز لسټ باندې د پاکستان نوم راتلو سره به دغه مارکيټ وده ومومي او داسې د انټرنېټ د لارې کاروبار کوونکو ځوانانو او جينکيو ته به د کاروبار کولو موقعې هم سېوا شي.

نایاب وايي د پاکستان اي کامرس مارکيټ باندې د ګاهګ اعتبار هم نه وو ځکه د اېمزون سېلرز لسټ کې شاملېدو سره د پاکستان مصنوعات به معياري وي او په سوداګانو به اعتبار هم پېدا شي:

"که مونږ د کال 2019 او 2020 خبره وکړو نو پاکستان کې به خلکو د انټرنېټ د لارې اي کامرس باندې اعتبار نه کولو. خلکو به وېل چې دوی پراډکټ يا څيز يو څه وښيي او راليږي بل څه چې له وجې يې پاکستان کې د اي کامرس مارکيټ ډېر وړوکی وو. اېمزون يو داسې مارکيټ دی چې په ټوله نړۍ کې دی او د مخکې نه يې ځانله مارکيټ جوړ کړی دی او د خلکو پرې اعتبار دی، نو په اېمزون کې مونږ ته يا هغه ځوانان کوم چې په اي کامرس کې کار کوي د هغوی د پاره په دې کې ډېرې موقعې دي."

اېمزون سېلرز لسټ يا د سودا خرڅوونکيو لسټ کې د پاکستان نوم راتلو نه پس دا هيله کېدی شي چې په پاکستان کې اي کامرس يا د انټرنېټ د لارې سوداګري به وده ومومي او پاکستان کې د انټرنېټ د لارې کاروبار کوونکيو سودا به نړيوال مارکيټ ته رسايي هم ومومي. دې سره سره اميد کېدی شي چې د اېمزون د لارې د پاکستان آنلاین مارکيټ او د دې د مصنوعاتو معيار باندې به په نړۍ کې د اخستونکيو اعتبار هم پېدا شي.

XS
SM
MD
LG