لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اېن سي او سي: د 19 کالو د عمر کسان دې د سبا نه د کرونا ويکسينو دپاره ځانونه رجسټرډ کړي


په پاکستان کې د کرونا د مخنيوي دپاره جوړې کمېټۍ (اېن سي او سي) پرېکړه کړې چې د سبا نه دې د 19 کالو د عمر کسان ځانونه د کرونا ويکسينو دپاره رجسټرېشن وکړي.

د پاکستان د پلاننګ او پرمختيا وزير اسد چې د کرونا د مخنيوي دپاره جوړې کمېټۍ (اېن سي او سي) مشري هم لري په ټويټر يې دغه خبره کړې ده.

"نن په (26 مې) د اېن سي او سي په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د سبا (26 مې) نه دې د 19 کالو او د هغې نه د زيات عمر کسان ځانونه د ویکسينو دپاره رجسټرډ کړي. د کرونا ويکسينو دپاره د صحت د کارپوهانو د منظورۍ وروسته به اوس ټول کولی شي چې ځانونه رجسټرډ کړي".

له دې وړاندې په 21 مې نوموړي د 30 او د 30 نه د زیاتو کلونو د عمر کسانو دپاره د ويکسينو د رجسټرېشن کولو ویلي وو.

د اېن سي او سي د ورځني رپورټ ترمخه تر اوسه پورې په ټول ملک کې 12 لکه 86 زره 429 کسانو ته پوره يا د ويکسين دوه ډوزه لګول شوي او 28 لکه 57 زره 746 کسانو ته د ویکسين يو ډوز لګول شوی دی.

په پاکستان کې د کرونا ضد ويکسينو په لومړي پړاو کې د 60 کالو څخه د زيات عمر کسانو ته، بيا د 50 کالو او بيا د 40 کالو څخه د زيات عمر کسانو ته ويکسين لګول پېل کړل شوي وو.

په داسې حال کې چې په ملک کې د 19 کالو او د زیات عمر کسانو ته د ويکسينو دپاره د رجسټرېشن ویل شوي د اېن سي او سي د شمېرو ترمخه په تيرو 24 ساعتونو کې په کرونا ناروغۍ اخته نور 65 کسان مړه شوي دي.

چارواکي وايي په ملک کې د تيرو څو ورځو راهسې د کرونا څخه د مړينو کچه په کمېدو ده خو په سیند صوبه کې د کرونا د مخنيوي دپاره بندېزونه نور سخت کړی شوي دي.

په پاکستان کې تر اوسه پورې له کرونا نارغۍ څخه ټول 20 زره 465 تنه مړه شوي دي.

په ورستيو کې د سيند صوبې نه علاوه په نور ملک کې د کرونا وبا له امله په لګول شوو بنديزونو کې نرمي هم اعلان کړل شوې ده خو ويل شوي د کرونا څخه احتياطي تدابير به عملي وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG